کور / راپور / افغانستان ټسټ لوبه کي بنګلدېش ته ستره ماتي ورکړه

افغانستان ټسټ لوبه کي بنګلدېش ته ستره ماتي ورکړه

نن دوشنبه د افغانستان کرکيټ ملي لوبډلي د کوربه هيواد بنګلدېش څخه د ټيسټ لوبه په لوی توپير وګټل.

لوبه د ۲۲۴ منډو په توپير افغانستان وګټل او راشد خان د ۱۱ ويکټو په اخيستلو سره د لوبي غوره لوبغاړی وبلل سو.

بنګله دېش خپله دویمه پاڼۍ په داسې حال کي بیا پیل کړه چي د بریا لپاره ورته ۲۶۲ منډې پکار وې، خو ۶ لوبغاړي یې سوځېدلي وو او افغانستان د بري لپاره باید څلور وېکټې اخیستې وای.

د افغان لوبډلي کپتان راشدخان په  پنځو اورونو کي د لوبې نقشه بدله کړه او د بنګله دېش پاتي درې لوبغاړي یې یو په بل پسې وسوځول.

په پای کي د بنګله دېش ټوله لوبډله په خپله دویمه پاڼۍ کي په ۱۷۳ منډو وسوځېده او په دې توګه افغانستان دا لوبه په ۲۲۴ منډو وګټله.