کور / راپور / ټرمپ: طالبان زما سره چل نه سي کولای

ټرمپ: طالبان زما سره چل نه سي کولای

د امريکا ولسمشر ټرمپ ویلي، کله چي ده د طالبانو سره خبري اتري وځنډولې اوس دغه ډله پوه سوې چي له دوی څخه په بريدونو کي ستره تېروتنه سوې ده.

نوموړي تېره ورځ په سپينه ماڼۍ کي خبريالانو ته وويل، طالبانو د مذاکراتو پر مهال په کابل کي زموږ ډېر پياوړی سرتېری وواژه، همداراز ئې د ناټو يو سرتېری او ګڼ نور کسان هم ووژل، په همدې خاطر مي د طالبانو سره مذاکرات په ټپه وردول.

ټرمپ د طالبانو په هکله وويل: “ هغوی زما سره چل نه سي کولای”.

د سپټمبر پر ۷ نېټه ټرمپ د طالبانو سره هرډول خبري اتري وځنډولې او تېره ورځ ئې په يوه ټويټ کي وويل، چي نور د طالبانو سره خبري ختمي سوې.