په خيبر پښتونخوا کي لسګونه کسان په ډينګي ناروغي اخته سوي دي

Aziz Rahman Hazim | سپتمبر 10th, 2019


د خيبر پښتونخوا په ګڼو سيمو کي د ډينګي ناروغي بيا خپره سوې او په لسګونو کسان په دې ناروغي ککړ سوي دي.

روغتيايي مسؤولين وايي، چي په پېښور، اېبټ اباد، بنو، کرک، کوهاټ، مانسهره، بټګرام ، صوابۍ، هريپور، مردان او سوات کې په لسګونو کسان ناروغه شوي دی.

ډينګي د ماشي چيچلو څخه رامنځ ته کېږي او په تېرو څو ورځو کي ئې ۵۵ کسان په دغه ناروغي اخته سوي چي ګڼ کسان ئې په روغتونونو کي تر درملني لاندي دي.

په خيبر پښتونخوا او ورڅېرمه سيمو کي هرکال د مني په موسم کي دغه ناروغي خپرېږي.

Copyright Larawbar 2007-2024