کور / z_buitenland_news -- 5 / د شمالي الجيريا دزېموري په ښار کښي ځانمرګۍ بريد وسو

د شمالي الجيريا دزېموري په ښار کښي ځانمرګۍ بريد وسو

د شمالي الجيريا د زېموري په ښار کښي نن سهار ديوه ځانمرګي بريد په ترڅ کښي اته تنه مړه او ۱۹ نور ټپیان سول .


دځانمرګي موټر مخکښي له دې چي دپوليسو دمرکز سره وجنګيږي وچاودېد په داسي حال کښي چي دا موټر ددې نه مخکي ديوه پوليس لخوا وویشتل سو.


ددې حملې مسئوليت لا تراوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی خو دتيري هفتې ورته حملې مسئوليت چي پکښي ۲۱ تنه ټپیان سول دشمالي افريقا دالقاعدې څانګي پر غاړه واخيست .


الجيريا دافريقا په شمال لوېديځ کښي موقعيت لري .