کور / علمي / د زمينداور تاريخي ارزښت

د زمينداور تاريخي ارزښت

ليکنه: اجمل سوله مل

[زمينداور [زينداور، زونداور

زمينداور يا د سيمه ييزو خلګو له قوله ( زينداور) هغه لرغونى سيمه ده ، چې په وار وار مې د مشرانو ، مورخينو ، د ګوتو په شمير يو څو ټكو كتابونو او په ځينو مقالو كې د ډير پخواني تاريخ لرونكى او د لرغونو مدنيتونو د ټاټوبى په نامه پيژندلى ده. خو ددى سيمى د جغرافيائي جوړښت ، د ړنګو شويو پخوانى كلا ګانو پاتى نخرى او د ديوالونه او زړو مټونو كى د زمينداور د كليمى وار –وار يادونه ، ددى سيمى له بشپړه پيژندنه كى زما تنده ، چى د همدى اوسنى خړ زمينداور (زينداور) په غيږ كى زيږدلى يم نه ده خړوبه كړى.

راځى چي  تر هر څه د مخه  د زمينداور د وجه تسمي په هكله يو څه وږغيږو.

پدى اړه مى د يو شمير كتابونو او ليكل شويو مقالو پاڼى راواړولى او هڅه مى وكړه چى د څيړنى په پاي كى تر يو بريده جامع معلومات راغونډ كړم ، نو هيله ده چى دا څو ټكى ستاسو لومړنيو پوښتنو ته يي ځواب ويلاى وى .

د سيمو  تاريخى جغرافيه نومى كتاب كى چى .ښاغلى صديق الله بدر د علامه رشاد بابا د ژوند په ورستيو شپو او ورځو كى د افغانستان د بيلا بيلو سيمو په هكله مركى كړى دى داسې وايى: زينداور د هغه خلګو په تلفظ او زمينداور د ځينو كتابونو په ظبط ، يو سيمه ده چى د هلمند د اوسنى ولايت په شمال كى واقع ده او په جغرافيو كى ليكلى دي ، چى داد غور او الرخج يانى كندهار ترمنځ پرته ده ،خو ځينى محققين يا جغرافيه نګاران له ادارى لحاظه داور له سيستان سره تړلى بولى ، او دا  تهغه خلك دى چى بست هم په سيستان پورى نښلوى .داور د پخوانى بست يو لويه ،پراخه ،آباده او سمسوره سيمه وه.

د علامه بابا په وينا : زينداور په ماته داسى يو فكر پيدا دى چى اوس هم خلګ ځا ن ته زينداوري وايى او خپله سيمه زينداور بولى نه زمينداور. چى د علامه بابا داخبره  هله  په اثبات رسيږى،چى خپله هماغه سيمى ته سفر وكړى او يايى هم د زمينداور د سيمى د يو اوسيدونكى څخه وپوښتنى ، خو دا چى زه خپله يو زمينداورۍ (زينداورۍ ) يم ددى خبرى پخلى كوم.

علامه رشاد بابا وايي چي دابه اصل كى زون داور و ، او زون د لمر د الهي نوم اوس هم په انګلسى كى  Sun او په يوناني كى هم هغه ته Sun   وايل كيده او دا به غالباً  اماله  پيښه وى ،اماله په ګرامر كى دادى چى (ا) په (ت) باندي او (ت) په (ا) باندى بدله شى ،نو له هغه به زينداور جوړ شوى وى . زما ددى نظرتاييد مورخين حتى د بلاذرى د فتح البيان كتاب كوى ، چى كوم وخت د اسلام غازيان د سيستان او بست له له لارى پر زينداور باندى راغلل چي مشر توب يى د عبدالرحمن بن ثموره په لاس كى و ، هغو سخت جنګونه وكړل . حتى ځينى مورخين دا ليكى چى يوازى د عربو تلفات څلورزره تنه وو  او ډير كشت خون او ځغاستو څخه وروسته زينداور فتحه شو

او عبدالرحمن بن ثومره په جبل الزون كى چى يو معبد و، په هغه كى يي يو بت پيداكړ چى له سرو زرو بدنه يي وه او د ياقوتو سترګى يي وى . ده له معبد څخه هغه بت راويست ، لاسونه يي ورمات كړل او د ياقوتو سترګى يي ورو كـښلى ،بيا يي ددى

زينداور ، زمينداور يا زونداور د هغه وخت مشران او خلګ راټول كړل او د هغو په محضر كى يي دا بوت ښكاره كړاو ورته يي وويل :تاسو به ګومان كوى چى ما به داد د سرو زرو يا د ياقتو د ډيرى بيي لپاره او د اقتصادى ګټى په ملحوظ داكار كړې وى ،  مګر ما دكار ددي لپاره نه دى كړى ، ما تاسى ته دا ښونه په نظر كى وه ، چى تاسى ته وښيم چى هغه چاته سجدى كوى او هغه څوك خپل خداى بولى چى هغه په خپل دفاع باندى قادر نه دى هغه نشى كولى چى زه يي لاسونه ماتوم ، زما لاسونه وچ كى ، زه يي سترګى راباسم ،دى دي زما لاس ونيسى  او د ځان دفاع دى وكړى ، نو دا څنګه خداى دى چى د ځان دفاع نشى كولاى ، ستاسى دفاع به څنګه وكړى ؟ تاسى پدى څنګه ځان ساتى  او څنګه پدى عقيده ياست …………؟

وايي دده دى منطق پر خلكو ډيره اغيزه وكړه او مسلمانان شول.

په جبل الزون كى ددى معبد او د هغه څخه ددغه بت د رايستلو كيسه چي ده ، ما ته دا ذهن ته راولى چى غالباً به ددى اصل زونداور وى او اوس هم زينداور كى د اذان ناوى د ناوى په نامه يو دره شته ، زما ګومان دادي چي هماغه  زون په اذان په بدل شوى دى . خو  د هغه د اذان ناوه چى د اوسنى زينداور په جنوبى برخه كى واقع ده ، ماته په زونبيل كى چى د عربانو محرف او مصحف شكل يي رتبيل دى او هغه يي د كندهار پاچان بللى دى، هم داسى نظر موجود دى ، چى دا بايد په اصل كى زونپال وى . عربان  پ نه لرى او پ په ب باندى اړوي او لام د “ د”  په مبدل دى ، نو بيا پدي شكل باندى له دي څخه  زونپال جوړشوي وى ، له زونپاله  به زنبال جوړ شوى وى او بيا به تصحيف پكښى پيښ وى د “ز”   او د  ن   دوه ټكي فرض كړى وى او هغه ته به يي رتبيل ويلى وى . نو ماته داسى مالوميږى چى دا كلمه له زون او پال څخه او سيمه يي له زنداوره څخه جوړه ده ، ددي لپاره زماسره يو مويد دادى چى اوس هم د ګرشك ( ګريش) په شمال كى د هلمند د رود پر غاړه د زنبولى په نامه يو لوى كلۍ پروت دۍ ، چى هغه د زنبال ټول حروف پكښي موجود او خوندى دى.

د زينداور د زاړه ښار كنډوالى اوس هم شته او خلګ هلته ورځي ، كه څه هم اوس د زينداور  د زاړه ښار متن خلكو زرعي ځمكى ګرځولي دي ، خو لا كن كنډوالى يي شاوخواته پاتى دى او په هغه كى د يو داسى زيارت وجود هم ښـيي چي ګنبده پر ځان نه پريږدي او كه يي وپوښي سبا سهار چي راځي هغه ګنبده نه وى . اوس يي د يوالونه  شته خو د ګونبدى پوښښ نشته ، حتى پارسيوانو جغرافيه نګارانو په خپلو اثارو كى دي ګنبدي ته سرباز ويلى .

زينداور سربيره پردى  د پخوانيو پاچاهانو د ښكار ځاى و، او ډير غزل بولان او شاعران يي په غيږ كى روزلى ، چى د موجوده ليكونو  او اسنادو په استناد ، ويل كيږى چى د پښتو لومړنى غزله هم د همدى سيمى غزلګو (اكبر زمينداورى ) ويلى ، چى په راتلونكى ګڼه كى به په مفصل ډول د زمينداور(زينداور ) پر تير فرهنګى حالت ، د زينداور پر نومياليو او نورو اړخونو هم وږغيږو .

خو دا چى دا سيمه  ډير ځله د زمينداور په نامه ياده شوي او خلك يي د زينداور په نامه يادوى ، موږ يي زمينداور وبولو كه زينداور علامه رشاد بابا وايي :جغرافيايي نومونه خو عموماً د خلكو تلفظ دى ، يو هغه د مرزيانو ليكنى دي ، هغه خو بيلى دى كه څه هم  د زمينداور ترجمه ،ياقوت حموي په مجمع البلدان كى په ارض داور كړيده چي د ځمكى (زمين ) مفهوم لري خو اوس يي خلك زينداور بولى ، هغه ته زمينداور قطعاً نه وايى مثلاً يو شاعر دۍ چى شرر نوميږى ، هغه له ځان سره شرر زمينداورى ليكى ، مګر د عامو په محاوره كى داسى نه ده ، زما په فكر داد مرزيانو  ددفتر ظبط دى او هغه تاثير كړى دى ، حتى پر ياقوت حموى او پر نورو عربى ليكوالو چي هغوي هم په ارض داور(زمين داور ) ترجمه كړي دي .

منابع او ماخذونه

۱-كندهار ياداښتونه ( لمړي او دوهم ټوك) رشاد بابا .
۲-سيمى تاريخى جغرافيه ( د مركو ټولګه) صديق الله بدر
۳- اينټرنيټي سايټونه