کور / تازه خبرونه / تازه خبر:په زابل کی نن سهارنښته وشوه!

تازه خبر:په زابل کی نن سهارنښته وشوه!

طالب ویاندقاری یوسف احمدی ادعاکوی چی نن سهار۸:۱۵ئی دزابل ولایت دشهرصفاولسوالی دجلدک دسیمی په هزارتک کښی په دولتی عسکروبریدکړی
نوموړی وائي چی په بریدکی ئي ۱۵تنه عسکروژلی دوه رنجرموټران اویواندازه وسله ئي هم له ځانه سره په غنیمت وړي
په زابل کښي دولتي چارواکی دتل په شان دپیښي نه ناخبري ښئي
بل خوادپیښی یوعینی شاهدچی له کندهارنه زابل ته راروان وو لراوبرته وویل چی دری موټران ئي لیدلی چی دسړک په سراورپری بل وه يوتن عسکر د موټرپه باډی کښی مړپورت وه اودوه تنه ټپیان بیانوروکسان دکلینیک په لوروړل نوموړی وړاندی وائي چی په یادشوی سیمه کښی ډیربدحالت وه هرڅه دسړک په سرخواره واره پراته وه اومونږپه ډیره بیړی دسیمی نه ووتلو
تیمورشاه زیاته وی چی دنښتي په سیمه کښي ایتلافي ځواکونه هم ګرځیدل نوموړی وائي چی دوی نوموړوځواکونه ته نژدی دیوی لوئي چاودنی ږغ هم واوریدوخوپوهه نه شوه چی دا اواز دڅي شی وه
هزارتک دکابل کندهارسړک په سرهغه سیمه ده چی کله ناکله ترینه دنښتوراپورورکول کیږی