کور / خبرتیا او پيغامونه / د ښاغلي عبدالوهاب سرتېر لنډه پېژندنه

د ښاغلي عبدالوهاب سرتېر لنډه پېژندنه

دپښتو شعر سرتېر  پياوړی  شاعر دهغه د چاپ شوو شعري  ټولگو له مخې  درنولوستونکواو دده  د شعر  مينه والوته  داسې  ورپېژني


 


عبدالوهاب ((سرتير)) دحاجي عبدلغني زوي ، په خټه موسی زی کوچی او  په  ۱۳۲۸ ل کال  کې  دننگرهار د سره  رود دموسی  زيو کلا کې  زېږېدلی دی .
زده کړې يې دسيد جما ل الدين افغان  دښوونې اوروزنې په موسسه کې پای ته رسولي دي . سرتېر صاحب  تر ۱۳۵۸ ل کال پورې دحبيبې اواستقلال  په لېسو کې دپښتوژبې او ادبياتو ښوونکی و.  وروسته يې دافغانستان  په راډيو ټلويزيون  کې په کار پيل وکړ  چې هلته دبېلابېلو خپرونوليکونکی ، ويونکی اوچلوونکی وو.
له ۱۳۴۳ ل کال راهيسې يې دهيواد په مطبوعاتوکې شعرونه خپرېږي . يو زيات شمېر شعرونه يې دافغا نستان دپښتو ژبې سندرغاړو لخوا دموسيقۍ په څپوکې کمپوز  او په سندرو کې ويل شوي دي .
عبدالوهاب سرتېر  له ۱۹۹۳ م کال راهيسې په جرمني کې دخپلې کورنۍ سره يوځای  دپردېسۍ ژوند تېروي .
غواړم په خوښۍ سره يادونه وکړم کله چې  په ۲۰۰۰م کال  کې دسويډن دمالمو په ښا رکې دافغانستان دادب اوسياست دځلانده اونه هېرېدونکي ستوري  ارواښاد گل پاچا الفت دادبي ، فرهنگي ،سياسي اوملي چوپړ ددرناوي په يادغونډه جوړېدله ، دنه شناخت په دنيا کې ماښاغلي سرتېر صاحب ته په دې غونډه کې دگډون بلنه ورکړه ،سرتېر صاحب  دهغه احترام او درناوي له مخې چې  گل پاچاالفت صاحب ته يې درلود اودمالمو دافغانانودلېدو مينه وال وو دابلنه په ورينه تندي ومنله اوتشريف يې راوړ .  پدې غونډه کې دافغانستان وتلو شاعرانو، ليکوالو، سياستوالو، تاريخ  پوهانواو اديبانو لکه ارواښاد بڅرکی ، ډاکتر اکرم  عثمان ،کانديد اکادميسين  محمد اعظم سيستاني ، عبدالباري جهاني اويوزيات شمېر نورو پوهانو اوپه اروپاکې دفرهنگي ټولنومشرانو گډون درلود . پدې علمي اوفرهنگي غونډه اوځانگړې مشاعره کې موږ وليدل چې دغونډې  دگډون کوونکو په منځ کې سرتېر صاحب څومره دروند اودقدر وړ ځای لري .
عبد الوهاب  سرتېر په اروپاکې دفرهنگي ټولنوپه ابتکارجوړو شوو زيات شمېر ادبي اوفرهنگي غونډوکې فعاله برخه اخيستې اوددې غونډو دروند مېلمه وو.
دعبدالوهاب سرتېر سره په مخامخ خبروکې له افغانستان اوافغانانوسره  دهغه  کوچيانۍ اوسپېڅلې  مينه له ورايه ښکاري . دنوموړي سرکښ شاعر دشعري  ټولگو له لوستلو څخه دشعر په ژبه دعبدالوهاب د((پښتو شعر سرتېر )) دکليمې مفهوم له ورايه څرگنديږي . هغه په خپلو ښکلواوله ملي احساساتو نه ډکو شعرونو سره د انسانيت ،بشري عاطفې اوترټولووړاندې  له مور يعنې وطن سره دهر افغان دمينې تنده ماتوي .
تر اوسه دښاغلي عبدالوهاب  سرتېر دشعرونوڅومجموعې چاپ شوي دي لکه :
۱ . څېرې گرېوان
۲ . دکوثر جام
۳. دڅپوژبه
۴. سوی ډاگ
۵.  چينه
۶. سمندر
درنو لوستونکو!
دروان  ۲۰۰۸ م کال دسپتمبر له ۱۷ نه تر ۲۱ مې  نېټې پورې دمالمو په ښارکې دسويډن ددولتي اوفرهنگي اداروپه نوښت دايوروپين سوشل فورم ((European Social Forum)) په نوم يونړيوال  علمي اوآدبي سمپوزيوم  جوړېږي ،چې دې  فورم ته دعلم  اوفرهنگ په مختلفو څانگوکې  دنړۍ دمختلفو هيوادونه پوهانو ، اديبانو، شاعرانو، تابلوجوړونکو ، رسامانو اونوروته بلنه ورکړه شوېده . له نېکه مرغه پدې ايوروپين سوشل فوروم يا ټولنيزعلمي اوفرهنگي سمپوزيوم کې  دگډون  لپاره په بهرکې  مېشتوافغانانو دهيواديوه وتلې فرهنگي څېرې اوپياوړي شاعرې اغلې  نجيبه سارابياباني، دبې بي سي راډيودتکړه وياندې ،ځوانې  ژورنالستي اغلي نجيبې  لېمې، دافغانستان مشهورتاريخ  پوه کانديد اکادميسين محمد اعظم سيستاني اود پښتو شعر سرتير پياوړي شاعر اوفرهنگي شخصيت عبدالوهاب  سرتيرصاحب  ته رسمي بلنه ورکړه شوېده .
هېره دې نه  وي کله چې زما سره دهمدې موقع نه په استفادې سره دسرتېر صاحب دآدبي چوپړ اود هغه د ژوند د شپېتم پسرلي د رارسېدو په وياړ ديوې درنې آدبي غونډې دجوړېدوفکر راپيدا شو، ددې ترمخه چې زموږ دټولنې  مشرتابه  جرگې ته دداسې يوې غونډې دجوړېدو وړانديز وکړم  داخبره مې ماته د ډير گران او دافغانستان  په کچه دپېژندل شوي  ژورناليست ، ليکوال ، ژباړونکي او دبي بي سي راډيود خبرې اوځينې  نورو پښتو  پروگرامونو د ويونکي اوجوړونکي  ډاکتر داود جنبش صاحب  ته ټليفون وکړ  اوخپل نظر مې ورسره شريک کړ ، هغه  داوړانديز ډير ښه استقبال کړ؛ نوماورته وويل  راسه چي اوس ئي  دغونډي پر لنډ نامه خبري وکړو. دغونډي لنډ نوم به څه  وي ؟ هغه راته وويل  سرتير صاحب ټوله نړۍ پېژني (( دپښتو شعر سرتير)) نوم ورباندي کښېږده .دا ډير پر ځاي  وړانديز ؤ اوپه رښتيا سره  په همدغه يوه کليمه کښي دسرتير صاحب معرفي کېداي شي . نو دمننې په څرگندولو سره  مي ورته وويل : جنبش صاحب دنښي مينځ دي وويشت ډير پر ځاي نوم دي ورته انتخاب  کړ زما هم درسره خوښه ده . پدې اساس دپياوړي شاعر عبدالوهاب سرتيردشپېتم پسرلي درارسېدو په وياړ دآدبي غونډې نوم د((پښتو شعر سرتير)) درناوۍ وټاکل شو.
تر هغه وروسته مي دامسله دافغانانو دعلمی اوفرهنگی مرکز له مشرتابه  جرگې سره شريکه کړه ،هغوي په زياته خوښۍ استقبال  اودنده ئي راوسپارل چي دسرتير صاحب سره دتليفوني خبروپه مټ هغه زموږ دټولنې پدې پرېکړه خبرکړم .
کله  چي مي سرتير صاحب ته تليفون وکړدسلام اودرناوي وړاندي کولو وروسته مي له هغه سره زموږ دټولنې پرېکړه شريکه کړه ،خو هغه لکه چې ئي تخلص دي په رښتياهمداسي پاک اوسپېڅلۍ شخصيت اوسرتير دی، زماوړانديز ئي سمدلاسه  را رد کړ اوراته ئې ويل  : غمخور صاحب  موږ دومره ستر علمي اوادبي شخصيتونه لروکه هره ورځ ديوه ددرنښت اوياد په وياړغونډه جوړه کړو داسلسله به کلنو نه دوام ولري ، بهتره داده دهغوي درناوی وشي  اوځوان نسل ته د هغوي  دورپېژندلولپاره  درنې غوندي اوعلمي سمنارونه  جوړي کړی ،ماڅه کړې   چي زمادتشويق لپارتاسو غونډه جوړوۍ ،ما په خپل  ټول ژوند کښي دزېږېدوورځ نده لمانځلې ،دايوڅو گوډاومات شعرونه پدې نه ارزي چي تاسو زماپه وياړ غونډه ونيسۍ . خوماډير دلايل ورسره وويل اودامي ورپه گوته کړه چي داپرېکړه زموږ ټولنې مشرتابه  دمالموميشتوافغانانواوپه کل کښي دټولو افغانانو په استازيتوب کړېده ،تاسو لکه زموږ دهيوادبل هر علمي او آدبي شخصيت پر ټولو افغانانوحق لری ،له نېکه مرغه اوس په ټوله نړۍ کښي افغانان دغه ټکي ته متوجه شوئ دي چي دخپلو وياړلو څېږو اوشخصيتونو درناوۍ ددوي په ژوند کښي وکړي،زه هغه دټولنې دمشرتابه پرېکړه  نشم ماتولاي  اونه ئې دماتېدوصلاحيت لرم .
پسله نږدې يوساعت تليفوني جنجال اواستدلال  څخه ممکن پدې  پوهېدلی وي چي موږ  تردغه کارنه تېريږ و،  نوئې  په ناخوښۍ سره دهوکړي سره راته وښوراوه اوراته وئي ويل  ،زه څه وکړم  تاسودمالمو خلک ډير زوروياست اودبلې خوامو زه بېله دېنه هم مېلمه يم نوځکه  به ئې نورنه درسره څېړم  . 
که رښتيا ووايم زه دهغه په موافقه له اندازې  زيات خوشحاله شوم  اوپدې يوځل بيا باوري شوم چي دا څومره لوړ شخصيت دی .زما اوبې شمېره افغانانو په اند عبدالوهاب سرتير هغه فرهنگی او آدبی څېر ه اوپياوړی شاعر دی چي نازول اودرناوۍ ئي دټولو افغانانو ملي دنده شمېرل کيږي .
درنوفرهنگيانواوفرهنگپالو!
دغونډي دجوړېدو په اړه موږ پخوا يوه لنډه خبرتيا دانترنت ويب  پاڼو په مرسته خپره کړېده،يوځل بيا ټولو فرهنگيانو اوفرهنگپالو ته بلنه ورکوو چي پدې غونډه کي  دگډون په اړه زموږ سره دتليفون اويابرېښنا ليک په مټ  تماس ونيسي . همدا ډول  دليکوالو اوآديبانو څخه  غوښتنه کوو چي دعبدالوهاب سرتير دشعري او آدبي چوپړ ددرناوي او ارزونې په اړوند خپلې ليکنې اومطالب موږ ته راولېږي اوپه خپل گډون سره زموږ دا آدبي غونډه نوره هم درنه کړي .
داړيکو لپاره :
تليفون :   0046736511569
برېښناپته :   ghamkhor@hotmail.com    يا  ghamkhor@gmail.com



دسرتېر صاحب دشعر څو نمونې :


پښتو


وايي اغيار چې د غضب ژبه ده
ګرانه پښتو چې د ادب ژبه ده
ماته د امن ملايکه ښکاري
د انساني غوره مذهب ژبه ده
اوس يې بلبلې په باغو کې وايي
د ترنم او د طرب ژبه ده
پخوا د پوهې په نصاب کې نه وه
نن د پوهنې او مکتب ژبه ده
ددې هيواد د تاريخي وګړو
د لوی ټبر او لوی نصب ژبه ده
اغيار دې ښه پوه شي چې مرګ نه لري
دا د غرغښت دا د شنسب ژبه ده
زه يې د ټولو ژبو مور ګڼمه
هم د عجم هم د عرب ژبه ده
پښتو غيرت ، خدای غيرتي سرتېره
په دې دليل وايم  د رب ژبه ده
——————————-


يوجهان – يو انسان


زه دنړۍ يم
نړۍ زماده . . .
زه ئې مجنون يم – دامي ليلاده
دنړۍ خلک  . . .
زماټول وروڼه دي
ښځی مي ميندې – مشران پلرونه دي
همدغه خلک  . .  .
زما وجود جوړوي 
 دوي دي چه زه يم – دوي زما وجود جوړوي
فارغ جهان غواړم
له مصيبته     . .  .
ژوند دانسان مصؤن –له هر آفته
زموږ داښکلې نړۍ
پاکه اوښکلې ښه ده
دجنگ له دوړونه ئې – لمن څنډلې ښه ده
په نومونه وېشم ځان
زه يو ارمان لرمه
چي يوانسان يمه زه  – اويوجهان لرمه
ځمکه مي تخت ده
آسمان بړستنه
ځکه ئې فرض گڼم – په ځانه پالنه
ولي؟ ځکه چي زه دنړۍ يم
نړۍ زما ده
زه ئي مجنون يم
دامي ليلا ده
——————————-


مينه
مينه  انس دی ،انس انسان دی
چي اساس ددې جهان دي
دنړۍ دپايښت نوم دی
اوکه نه دا جهان وران دي


——————————-


يوه څېره ټوله دنيا؟!


ستا توري سترگي چي اشنا گورمه
زه پکي توره افريقا گورمه
خانده په سرو شوډو زما لوري ته
سره پکي خپله ايشيا گورمه
ماته گډېږ ه ښوروه څڼي دي
ستا په گډا کي اروپا گورمه
د اداگانوپه څپوکي دي زه
له نازه ډکه امريکا گورمه
په کبر مه اړوه څڼې شاته
چي پکي ښکلې آستراليا گورمه
سړېږه مه چي په سړښت کي دي زه
کنگل کنگل انترکتيکا گورمه
څومره نېکمرغه يم  سرتير ملگرو
يوه څېره ټوله دنيا گورمه
——————————-



کرکه


چي ترڅو انسان له يوبل کوي کرکه
په لمبو کي به دشخړو سوځي ځمکه
غوړولې به ماتم خپله لمن وي
نيکمرغی به وي دتل لپاره ورکه
——————————-


غوبل


کيږي روان دي پر هيواد دافغانانو غوبل
يادپردويا دپردودمزدورانوغوبل
دچاتوييږي ويني سرې دچاله سترگو څاڅي
نه لري پاي په دې ملت دقاتلانوغوبل
په کنډورنډو اوبې شميره يتيمانوباندي
داسي ورځ نشته  چي ونه شي دوحشيانوغوبل
يو خوا داور بلې لمبې بل خواباران  نه اوري
لوږه اواور کوي په ژوند دمظلومانو غوبل
دبېوسۍ داوسېليو په طوفان کي ورک يم
چي په ازاد ملت مي گورم دمريانو غوبل
زموږ يواځي په داخل کي ورځه توره نه ده
په مهاجرو جوړې کړي بهرنيانو غوبل
سپېنوجاموکي دابليس دورونولوټ اوتالان
له ټولوهېرکړ دانگريزاودروسانو غوبل
څنگه به هير شي دتاريخ څنگه به هير شي دخلکو
په ښايسته ښکلي کابل دټوپکيانو ير غل
زماسرتير قلم يې شرم له ليکلو کوي
هغه چي کړئ په وطن دغو لېوانو غوبل
——————————-


جنت


لوي شوم دباد اودباران غېږه کي
دزلزلواودتوفان غېږه کي
زمادغرونودهيبت سندره
اورېدل کيږي دآسمان غېږه کي
دخپل اوچت پامير له څوکونه مي
گورمه ځان دکهکشان غېږه کي
آرام په خاوره دوطن شي راياد
چي کله نيسم خپل افغان غېږه کي
وطنه ! تل دې غوړېدلی غواړم
دخپلو هيلو او آرمان غېږه کي
که دنړۍ په سرجنت وي چېرته
وي به دگران افغانستان غېږه کي


——————————-


تاريخ شاهد دی


زموږ ډبروله ټانکونونه نفس اخيستی
په بوسۍ کي موله ډيرو ځنې وس اخيستی


چا چي زموږ پر لمنه باندي اور بل کړی
په خپله سوئ دی او اوريې لکه خس اخيستی


خيال يې په سرکې لکه بم دبادارۍ چاودلی
چي هر غاصب زموږ په خاوره دی هوس اخيستی


پر موږ چي هر سړي تېرۍ کړی تاريخ شاهد دی
موږ انتقام ورنه يوڅه چي يوپه لس اخستی


بيا لکه شپې چي را رونې دازمون وي پر موږ
چې زشاعرۍ زماسرتير رنگ دجرس اخيستی