کور / تازه خبرونه / شيري رحمان: د مشرف د ليري كولو دپاره ۳۵۰ رايي لرو

شيري رحمان: د مشرف د ليري كولو دپاره ۳۵۰ رايي لرو

د پاكستان د اطلاعاتو وزيره مېرمن شيري رحمان وايي د صدر پروېز مشرف د ليري كولو دپاره د پارلمان ۳۵۰ وكيلان ورسره ولاړ دي او ژمنه يې كړې چي ښاغلي مشرف ته به د اعتماد رايه نه وركوي.
د مېرمن رحمان په وينا پر مشرف باندي د لګېدونكو تورنو ليست يې په اتو مادو كي تيار كړى دئ، چي په باب به يې پارلمان له نوموړي څخه پوښتني وكړي. په ياد سوي ليست كي د ۱۹۹۹ كال د اكتوبر پر ۱۲- مه د نواز شريف پر حكومت كودتا، د تروريستانو په نوم پر امريكا باندي د پاكستاني بنديانو خرڅول، په ناقانونه توګه د قاضيانو ليري كول او همدا راز د مېرمن بېنظير بوټو په مړېنه كي د مشرف لاس لرل شامل دي.
مېرمن شيري رحمان زياتوي چي د مسلم ليګ قاف ګوند ځيني غړي به هم د مشرف پر ضد رايي وركړي او د دې ګوند مشرانو پرېكړه كړې چي مشرف به د اساسي قانون د ۵۸-مي مادې پلي كولو ته پرېنږدي چي له مخي يې نوموړى د پاكستان د پارلمان د منحلېدو واك لري.
ټاكل سوې وه چي نن د اګست پر ۱۱-مه د ماځيګر پر پنځه بجې به ښاغلى مشرف د عدم اعتماد دپاره د پاكستان پارلمان ته وغوښتل سي.