کور / تازه خبرونه / د فلسطين معاصر شاعر محمود دروېش ومړ

د فلسطين معاصر شاعر محمود دروېش ومړ

 


ارواښاد محمود دروېش، د فلسطين پياوړى ليكوال او شاعر



د فلسطين معاصر شاعر محمود دروېش چي د زړه د ناروغۍ له امله ساه وركړه.
 ارواښاد محمود د امريكا د ټكساس ايالت د هيوسټن ښار په يوه روغتون كي تر درملني لاندي و، چي تېره ورځ يې د زړه تر عملياتو وروسته ساه وركړه.
د ارواښاد دروېش يوه ملګري خبريالانو ته وويل چي تر عملياتو وروسته د هغه صحي عالت ډېر نازك وو او دوې ورځي يې د ماشينانو په وسيله ژوند ته دوام وركړ.
محمود دروېش د فلسطين په معاصرو شاعرانو كي د پام وړ ځاى درلودئ چي تر شلو ډېر شعري او منثور آثار ځني پاته سول.
نوموړى په دې وروستيو كي كلونو كي له خپل وطن څخه ليري په امريكا كي اوسېدئ چي په اشعارو او ليكنو كي يې د پردېسۍ له ژوند څخه شكايتونه او نا خوښۍ له ورايه څرګندېږي.
ښاغلي دروېش د منځني ختيځ او په ځانګړي ډول د فلسطين او اسرائيلو پر اوږدو شخړو پراخي څېړني كړې وې.
د فلسطين جمهور رئيس محمود عباس د ارواښاد محمود دروېش پر مړېنه خواشيني څرګنده كړې، فلسطيني ادب او فرهنګ ته يې د هغه د خدمتونو ستاينه كړې او له امريكا څخه پلرني ټاټوبي فلسطين ته يې د هغه د جسد د انتقال دپاره د الوتكي پرواز ځانګړى كړى دئ.