" /> " /> " /> " /> بوش: په ګرجستان كي روان تشدد د زغم وړ نه دئ  – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / بوش: په ګرجستان كي روان تشدد د زغم وړ نه دئ  video

بوش: په ګرجستان كي روان تشدد د زغم وړ نه دئ  video

د امريكا جمهور رئيس ډبليو بوش وايي په ګرجستان كي روان تشدد د زغملو وړ نه دئ.
ډبليو بوش له خپل روسي سيال ولاديمير پوتين سره په يوه تليفوني تماس كي ويلي چي د روسانو له خوا په جورجيا يا ګرجستان كي روان تشدد ورته د زغم وړ نه دئ.
تر بوش وړاندي د امريكا مرستيال ولسمشر ډيك چيني وويل چي په دې اړه امريكا چوپه نسي پاتېداى.
بلي خوا ته د اوسيشيا په ځينو برخو كي د روسانو او ګرجستانيانو ترمنځ خال خال جګړې رواني دي، چي له امله يې د مرګ ژوبلو راپورونه وركړل سوي دي.
راپورونه وايي نن سهار هم روسي الوتكو د ګرجستان پر پلازمېنه تبليس كي پر ځينو سيمو سختي بمبارۍ كړي دي، چي د ښار په ډېرو برخو كي يې درانه ږغونه اورېدل سوي دي.
په ګرجستان كي د روان كړكېچ له امله د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د غړو هيوادونو مشران اوس هم له يو بل سره ګوري، تېره ورځ ملګرو ملتونو ته د امريكا سفير زلمي خليلزاد پر روسيه باندي تور ولګاوه چي د ګرجستان د حكومت بدلون ته يې ملا تړلې ده، چي تر نوموړي وروسته په ملګرو ملتونو كي د روسيې سفير وټالي چركن ډېر ژر په خپلو خبرو كي امريكا ته د عراق او افغانستان د روانو غميزو پېغور وركړ.
كه څه هم روسيه او ګرجستان پر يو او بل د جګړې پيلولو تورونه لګوي او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا هم د دې كړكېچ د اواري دپاره هلي ځلي شروع كړي، خو تر اوسه پوري په دې جګړو كي چي د اګست له اتمي نېټې څخه رواني دي تر ۱۷۰۰ تنو زياتو كسانو خپل ژوند له لاسه وركړى، چي نيژدې ۱۵۰۰ تنه يې ولسي وګړي دي.
د روسانو او ګرجستانيانو ترمنځ په دې روان اخ او ډب كي په زرونو كسان له خپلو مېنو څخه كډي ته اړوتي چي د خبرونو له سختو لوږو او تندو سره مخ دي.


 وېډيو :