کور / نثر / د خوښو کسانو ۷ ځانګړني

د خوښو کسانو ۷ ځانګړني

آیا تر اوسه ځیر شوي یاست چي ځیني کسان ستونزو ته له پام پرته په ژوند او خوښیو کي څومره ځواکمن وي ؟ څیړني ښیي چي دغه حالت ذاتي یا خدایي ندی بلکه یو مهارت دی چي دغه کسانو په ځان کي روزلی دی . تاسي هم که وغواړﺉ چي دغه مهارت ترلاسه کړﺉ  کولای شی ژوند مو ښاد او تاند کړﺉ ؟



  • ښاد کسان له ژوند سره ملګرتیا کوي !!!

هر څوک په ژوند کي یو تقدیر لري او دا یي په خپله غاړه ده چي له خپل قسمت سره وجنګیږي یا ورسره ملګرتیا وکړي خو آیا دا خبره پدي معنا ده چي له خپل قسمت سره وجنګیږي که پدي معنا ده چي آرام کېني او پرېږدي چي ژوند خپل بهیر طی کړي ؟

مسلمانان په بدل کي کولای شي داسي لاره خپله کړي چي په ترټولو ښه توګه له ستونزو سره مخ شي او تر ټولو زیاته هڅه هم پدي برخه کي ښکاره کړي ، په هغه صورت کي به نوي لاري ومومي او دهغه په موندلو کي به نوی ځواک هم ترلاسه کړي . ژوند غواړي چي شخص ، په خپل تقدیر او برخلیک پوه شي آیا نه خوښوﺉ چي د جنګ پر ځای له ژوند سره جوړ راشی .



  • ښاد کسان یواځي مثبت فکر نه کوي بلکه مثبت عمل هم کوي .

په ریښتیا هم مثبت فکر کول خپل ځای لري . د ښاد اوسېدو لپاره باید خپل فکرونه بدل کړو . خو د احساساتو د رارسېدو په تمه مه کیږی . د کړنو او فکر کولو په څرنګوالي د نېغ کنټرول لرونکي کسان شته دي . که غواړی چي ښاد واوسی ښاد عمل وکړی . که غواړی مهربانه اوسی عاطفي عمل وکړی . که غواړی دوستانه چلند ولری دوستانه عمل وکړی . په یاد ولری چي احساسات له عمل وروسته راځي .



  • ښاد کسان هغه څه غواړي چي ورته اړتیا لري .

هماغه راز چي نعمتونه معمولا له آسمانه ځمکي ته راځي ، له شکایته هم څوک څه نشي ترلاسه کولی . که څه کري هغه به رېبي متل منی نو د شکایت پرځای په خپلو غوښتنو پسي ولاړ شی . دا ستاسي ټاکنه ده . کولای شی همدي رویي ته دوام ورکړی ، نور تورن کړی او څه په لاس هم درنشي یا کولای شی چي هرڅه غواړی پسي هڅه وکړی .



  • ښاد کسان دبدلون لېوال دي .

یو ډول پاتي کېدل او بدلون نه موندل د طبیعت د قوانینو خلاف دی . که هڅّه وکړی چي یو ډول پاتي شی نو خپه به وی که اجازه ورکړی چي ډار مو د بدلون مخه ونیسي له خپلو غوښتنو خخه له بي برخي کېدو سره مو موافقه کړي ، تاسي کولای شی چي باوري اوسی چي بدلون د اشخاصو د آزار لامل کیږي او په مقابل کي یي مقاومت وکړی . یا کولای شی چي له بدلونونو په خلاصه غېږه هر کلی وکړی او باوري اوسی چي د هغوی شتون به له تاسي سره مرسته وکړي . دا ټول څېزونه په موضوع پوري اړه لري چي پرېکړه وکړی په کوم باور پاتي شی .



  • ښاد کسان ځان ته د ماتي خوړولو اجازه نه ورکوي .

ماتي په دي معنی ده چي هېڅکله خپلي موخي ته ونه رسیږي او یا له موخي د لاس اخیستو په معنی ندی او موخي ته نه رسېدل یواځي یوه معنی لري : تاسي زیات تمرین او تجربي ته اړتیا لری څو تېروتني ته لېوال اوسی او تسلیم نشی . اجازه ورنکړی چي یوه ماتي مو تر داسي کچي تر خپل اغېز لاندي راولي چي ټولي هڅي مو له منځه لاړي شي .



  • ښاد کسان په اوس کي اوسیږي .

که د اوس په معنی پوهېږی او په څنګ کي یي د راتلونکي په فکر کي هم یاست نو وبه کولای شی څو له فرصتونو ګټه واخلی . که د تېر په غم کي یاست د اوس په امکاناتو او فرصتونو به مو سترګي پټي وي په عین حال کي راتلونکی هم له لاسه ورکوی . ښاد ژوند په اوس کي د اوسېدو محصول دی که له هغي ښه ګټه واخیستل شي د ښي او فوق العاده راتلونکي د ډاډمن کېدو لپاره به مو هم کار کړی وي . خلک یواځي په هغه څه چي نن یي ترسره کوي خپل راتلونکی تر اغېز لاندي راولي .



  • ښاد کسان د راتلونکي لپاره پلانونه کوي .

ښاد انسانان پوهیږي چي په ژوند باندي تسلط درلودل تمرین کړي او په خپل ژوند کنټرول ولري څو د قرباني کېدو یا بي دفاع اوسېدو په څېر احساساتو سره مقاومت ولري . پلان جوړونه او پلانونه د چارو په سمي ترسره کېدا کي اړینه خبره ده نه داچي خپل وخت په هغه څه تېر کړي چي د سړي پام ځانته ګرځوي .دهغه څه لپاره چي درته مهم دي پلانونه وکړی او پرېکړه وکړی چي  لږ سرچېني انرژي او وخت هم پري ولګوی .