کور / کیسه / د هيلو او محبت …

د هيلو او محبت …

د هيلو او محبت استازي ميرمن سيلي

نن ديوولسم ستمبر خوندوره ورځ ده دامريكا يي رياست ورما ونټ دهينګټن ښار اوسيدونكۍ  33 كلن تكړه ځوان پيټرګورډريچ په يوه الوتكه كښگي  سفر پيل كړ دغه الوتكه چي  دكليفورنيا په خوا روانه وه ناڅاپه په نيويارك كښي دورلډ ټريډ سنټرسره ټكر شوه او په الوتكه كښي  سپاره ټول سپرلى ووژل شول چگي په هغه كښي نوموړى پيټر هم شامل وو دمور اوپلار دسترګو تور پدغه پيښه كښي ژوند دلاسه وركړ او پردوى باندي  دغم وريځي  خوري شوي  پيټر يو سافټ وير انجنيروو او په زړه نرم خوش اخلاق انسان وه د ښوونځي څخه دفارغيدو په وخت پيټر دشطرنج يوه لوبه وګگټله  دلوبي ګگټلو وروسته په پټر كښي دراتلونكى ژوند جذبه راپيدا شوه پېټر د ليك لوست سره زياته مينه درلوده او پټر هروخت  غوښت چي دنورو تهذيبونو او دنورو قومونو دخلكو سره اړيكي ټينګي كړي  ددغه شوق  پربنسټ  پيټر دټولو مذهبونو ديني كتابونه ولوستل دده په دوستانو كښي هندوان سيكهان، مسلمانان او يهوديان شامل وه پټر دقراّن كريم په انګليسي ژبه ترجمه  هم لوستي وه اوځاى په ځاى يي دقراّن پاك  داياتونو لاندي ددي لپاره كرښي تاو كړي وي چي ورباندي دمسلمان دوستانو سره خبري وكړي نن   دپټر كورنۍ دغه قراّن پاك ديوه مقدس كتاب په توګه په حفاظت سره په كور كښي  ايښۍ دى  پټر دحضور اكرم صلي الله عليه وسلم  احاديث لوستلو سره هم زيات  شوق درلود خوافسوس دامنيت دښمنانو دده ژوند واخست دپټر ځوانمرګى ترټولو زيات اثر پرخپل مور اوپلار باندي  وشو او په پر له پسي توګه  دپټر په كور خاموشى خوره وه دده مور ميرمن سيلي دشرابو  په نشه روږدي شوه اوپلار يي صبر دلاسه وركړ دوه كاله وروسته دغه خبره دقيامت څخه كمه نه وه چي سيلي  دبيض دانى په كينسر اخته شويده دځوانى مرګ  قوى   ناروغيتا ميرمن سيلي له ژوند څخه  بيزاره  كړي وه ددي خاوند ددي علاج وكړ خو ميرمن سيلي څو ځله دځانوژوني فكر هم وكړ نن هغه ورځي ياد ولوسره ميرمن سيلي وايي:

 زما هر څه  له منځه  تللى وه زما ژوند زما ايمان  اور زما دژوند تيرولو قوت هيڅ پاته نشول  اخر دسيلي او ډان ګورډيچ په ژوند كښي د2004 كال  داګست په مياشت كښي دهيلو ډيوه بله شوه.

داسى وشو چي  دپيټر يوه خوږدوست ميجر رش فلسن اي ميل ميرمن سيلي ترلاسه كړه ميجر هغه مهال په افغانستان كښي  خپله پوځي  دنده تر سره كوله هغه ودي ته وويل  چي  چرته  دى دنده تر سره كوي هلته په ښوونځيو كښي  درسى كتابونه  قلمونو او نورو اسانتياوو د كمبوت له امله  دښووني او روزني چاري په ټپه ولاړي دي ايا ته پدغه برخه كښي مرسته كولي شي؟

 په اصل كښي ميجر رش ته معلومه وه چي   ميرمن سيلى يوه ښوونكي او سيدلي ده او سيلى پدغه كار ښه پوهيږي ميرمن سيلي وايي داسى زما نوى ژوند پيل شو زه دغه ساعت دخپل ژوندانه لپاره ډير د ارام وړ ګڼم زه پوهيږم كه چرته زما ځوي پيټر داسى ا يميل ترلاسه كړى واى نو هغه به په سمدستي  توګه  دافغان  ماشومانو دمرستي  لپاره هڅي  پيل كړي وي  ماغوښت  چي  دپټر پرلاره تګ وكړم او پدغه  وخت مااحساس وكړ چي  دپټر روح ژوندى دي.

په پيل كښي سيلي  ډان او ددي نوري كورنۍ دلته هلته څخه لس زره ډالر راجمع كړل او ميجر رش چي په افغانستان كښي يي دنده تر سره كو له وروليږل خو ميرمن سيلي  دغه مرسته لږگ وبلله سيلي  غوښت  چي  دافغانانو لپاره ډير څه وكړي اوبيا يي دافغانستان دسياسي ، تعليمي او ټولنيزو حالاتو په هكله  پوهيدلو لپاره كتابونه ولوستل دكتابونو دلوستلو سره سيلي ته احساس وشو چي  افغانان چي له تيرو ديرش كالو څخه  له كومو ناخوالو او درد ناكو پيښو سره مخ شوي ددي په وړاندي خو زما غم هيڅ هم نه دي په ځانګړي توګه  هلته دښځواو ماشومانو حالت ډير خراب دى  دښځو او ماشومانو لپاره ژوند په دوزخ بدل شويدي.

ديوي ښوونكي او پوهاندي ښځي په صفت سيلي په ټولنه كښي دمور له مقام څخه  ښه خبره وه ميرمن سيلى پدي خبره  باور درلود چي  په افغانستان كښي  دجګړو اصلى علت دتعليم كموالى دي نو پكار دي  چي  دراتلونكي ميندي  او دنن افغان  انجونه دښووني او روزني خواته راوبلل شي او دافغانستان راتلونكى نسل  په مينه او محبت وپوهيږي  ددغه سوچ  پربنسټ   سيلي  په افغانستان كښي  د انجونو لپاره دمكتب جوړولو اراده وكړه  دغه  كار لپاره سيلي مالى بوديجي ته اړتيا درلوده  ددغه  كار لپاره سيلي  په ورماونټ رياست او شاوخوا سيمو كښي دښوونځيو ، كلبونو، چرچ او اسكاوټ تنظيمونو سره  اړيكه ټينګه كړه وسيلى ته چنده وركولو كښي مسلمانان ، يهوديانْ عيسويان اود نورو مذهبو نو خلك شامل وو داريپبلكن او ډيمو كراټ ګوند غړوهم سيلى ته  چنده وركړه  پدي سره دميرمن سيلي  تر دوه لكه ډالرو پوري  چنده راغونډه كړه او ديو غير دولتي تنظيم پيټر ګورډيچ فاونډيشن يي جوړ كړ چي كله مالي  بوديجه برابره شوه نو پدغه خبره سيلي  سوچ پيل كړ چي  ايا ښوونځي دافغانستان  په كومه برخه كښي بايد ورغول شي اخر دافغان  حكومت  او غير سركاري تنظيمونو سره دمشورو وروسته پريكړه وشوه  چي دغه ښوونځى دي د افغانستان دلوګر ولايت په سرخ اّباد سيمه كښي ورغول شي سرخ اّباد دكابل څخه دسهيل په لور ديرش كيلو ميتره ليري پروت دى په كال 2005 كښي دوه پوړيزه ودانۍ دښوونځي لپاره جوړه شوه په مارچ 2006 كښي پكښي ذده كړه پيل شوه دجولائي په مياشت كښي ميرمن سيلي  افغانستان ته د تګ اراده وكړه ميرمن سيلي غوښت چي  خپل ښوونځي له نږدي څخه  وګوري  خو دافغان او امريكا يي چارواكو لخوا ميرمن سيلى ته وويل شو چي په لوګر كښي دطالبانو له امله خطر زيات دى ځكه سيلى ته خپل سفر ځنډولو  وويل شو سيلي پدغه خبره پوهيده چي   طالبان دانجونو دتعليم سخت مخالف دي  ولي  چي  ددوي  په فكر په ذده كړو سره انجونه بي لاري كيږي او دسيلي ژوند ته هم خطر وو خو ميرمن سيلي  په هر حالت كښي په ذده كړو بوختو انجونو سره ليدل غوښت سيلي وچارواكو ته وويل:

 هغه له سري تيري افغان انجونه خپل ژوند په خطر كښي اچولو سره هره ورځ ښوونځي ته ځي ځكه زه هم چمتو يم چي خپل ځان په خطر كښي واچوم چي كله سيلي   دكابل په هوايي ډګر كوزه شوه نو دي ته ورياد شول چي  سامان يي په لاره كښي ورڅخه پاته شويدى خو دسيلي  دغه خفګان  دميرمن شريفي سره دليدلو سره ختم شو ميرمن شريفه دهغه دري قابله انجونو كښي ديوي ثريامور وه چي كومي سيلي  دذده كړو لپاره امريكاته ورغوښتي وي ميرمن شريفه دسرخ اّباد په ښوونځي كښي ښوونكي وه دوي مياشتي مخكښي  طالبانو ميرمن شريفه ته  ګواښ كړى وه كه يي چرته دښوونځي څخه لاس وانخست نو دخپلي لور امريكاته ليږلو په تور به يي دخپلي  كورنۍ سره ووژنى ميرمن شريفه دطالبانو خبر داري ويرولي وه خو ميرمن سيلي ډاډ وركړ دواړو ميندو غوښت چي دافغان انجونو ځلانده راتلونكي جوړه كړي.

دوه موټران دسرخ اّباد په لور روان شول په يوه موټر كښي ميرمن سيلي او ددي ملګري اوپه بل موټر كښي وسلوال ساتونكي وو چي كله دميرمن سيلي موټر خپل منزل ته ورسيده نوڅوانجونو دښوونځي ومخته لوبي كولي چي څنګه يي دسيلي پرموټر سترګي ولګيدلي ټولو ورته هركلى ووايه اخر هغه ميرمن دوى ته راغلي وه چي  كومي دزرګونو كيلو ميترليرى څخه  ورسره مرسته كړي وه په ښوونځي كښي دميرمن سيلي ملاقات ديوه سيمه ايز مشر حاجي ملك سره وشو حاجي ملك وميرمن سيلي ته وويل  حالات ډير كړ كيچن دي طالبانو دښوونځي دټولو انجونو كورنيوته خبردارى وركړي  چي  خپلى انجوني  ښوونځي ته مه ليږي  ددغه خبر دارى بر سيره حاجي ملك وميرمن سيلي ته ډاډ وركړ چي  دسيمي  اوسيدونكي  دسرخ اّباد ښوونځي ژغورلو بشپړه هڅي كوي ددغي ډاډ ګيرنى څخه سيلي ډيره خوشحاله شوه حاجي ملك پدغه  خبره پوهيده چي  دافغانانو ځلانده راتونكي  دښځو دښووني او روزني سره تړلي ده  ددغه وروسته ميرمن شمع ميرمن سيلي ته دښوونځى ټولي درسى خوني ورښكاره كړي  ددغه وروسته سيلي بيرته  دپرنسيپل خوني ته ولاړه   ښوونځي پرنسيپل ميرمن شمع له المارى څخه  قراّن پاك راويست او سيلي ته يي  ورښكاره كړ داسى يو قراّن پاك دپټر سره هم وه ميرمن سيلي په احترام سره قراّن پاك خلاص كړ او  دپټر زيات خوښ دقراّن مجيد اولنى سورت فاتحه يي  په لوړ اواز ولوسته دسورت ويلو سره دسيلي په سترګو كښي اوښكي راغلي او دڅو دقيقولپاره چپ پاته شوه خو دښوونځى انجونو داچپ پاته كيدو ته پرينښوده او ميرمن سيلي  يي درسي خوني ته له ځان سره بوتله او پرلاسونو يي  ورته نكريزي ولګولي خو دسيلي سره راغليو غوښت چي  دماشام تياره خوريدو دمخه ځان كابل ته ورسوي ولي چي دشپي مهال دطالبانو څخه  خطر وو اخر هغه وخت راغلۍ  چي  سيلي  دكابل په لور روانه شوه او ښوونځي په ذده كړو بوختو انجونو دميرمن سيلى په لور دميني ډكي سترګي ورواړولي او دزړه له كومي يي دغه غير ملكى ميرمن ته خدايپاماني وويله چي كومي خپل دارام ژوند ددوى دراتلونكي جوړولو لپاره ځانګړى كړى وه سيلي ته لوړ غرونو اوپه غرونو كښي كورونو زيات خوند وركړ دي دغه فكر وكړ چي دومره ښكلي سيمه ولي اخر دجنګ جګړو په كوربدله شويده ميرمن سيلي  دطالبانو او نورو مخاليفينو څخه هيڅكله ويره نده كړي  او تراوسه يي په افغانستان كښي دري ښوونځي جوړ كړيدي  ميرمن  سيلي پدغه باور ده چي  كه چرته  مونږ وډاريږو نو دعلم او پرمختګ  دښمنان به برى تر لاسه كړي  سيلى  دافغانانو  سره مرسته خپل دين او ايمان ګرځولۍ دى ميرمن سيلى  وايي چي دافغانستان  سفر زما ايمان نورهم قوى كړ اوس زه پر لوى څښتن بشپړه يقين لرم په اصل كښي دغه  افغان انجوني او هلكان دي چي  كومو وماته نوى ژوند  راكړ زه نه پوهيږم  چي  ددوى  څخه څه ډول مننه وكړم.