کور / #PTM / کشمير په کشميريانو اړه لري، پښتانه دي د خپل سر څخه اور مړ کړي

کشمير په کشميريانو اړه لري، پښتانه دي د خپل سر څخه اور مړ کړي

ليکنه: ع.ز

پاکستان پر داسي مهال د کشمير د ازادۍ او د کشمريانو د د حقوقو غوښتنه کوي، چي په خيبر پښتونخوا او قبايلو کي ئې د ظلم او وحشت بېلګي ټولي نړۍ ولېدلې.

پاکستان هره ورځ په شمالي او جنوبي وزيرستان کي پر پښتنو چاپې وهي، ښځي او ماشومان ئې ور وژني او ځوانان ئې لادرکه کوي چي د تشدد وروسته ئې يا وژني او يا ئې داسي زندانونو کي اچوي چي تر مرګ ژوند پکي بدتر دی.

د پاکستان ترهګر پوځ په پښتني سيمو کي پر هيڅ شي هم رحم نه کوي، که ئې له يوې خوا وحشي پوځيانو د خلګو عزتونه ور لوټ کړل، ښځي، ماشومان او بې ګنا انسانان ئې تر تېغ تېر کړل، بل خوا ئې د نسل وژني لپاره ځمکني ماينونه کرلي دي، چي هره ورځ پکي ارو مرو ماشومانو ته مرګژوبله ور اوړي.

پاکستان هڅه کوي چي د کشمير د موضوع راپورته کولو سره په وزيرستان او نورو پښتني سيمو کي پر خپلو وحشتونو پرده واچوي او د نړيوالو مخ بل لوري ته واړوي، چي په دې سره دوې ګټي وکړي. يو به کشميريان د هند پرضد راوپاڅوي او بل خوا به د ترهګر پوځ لخوا پر پښتنو  ظلمونه او وحشتونه  پټ کړي.

ترهګر رياست اوس هڅه کوي چي پښتانه قبايل دې ته وهڅوي ترڅو د کشمير موضوع د اسلام او هندويزم په رنګ ورته تعبير کړي، خو داسي برېښي چي په دې لوبه کي پاکستان ناکام دی.

د پخوا په پرتله اوس پښتانه هوښيار سوي او په دې اګاه دي چي د کشمير کړکېچ نه په پښتنو پوري اړه لري او نه هم په دې پروپاګند باندي ترهګر رياست خپل شوم اهداف ترلاسه کولای سي.

د پښتون ژغورني غورځنګ د رامنځ ته کېدو سره د پښتنو سياسي شعور نور هم پياوړی سو. اوس ټول پوهېږي چي دلته لوبه د پنجاب د ګټو لپاره ده او د اسلام او کفر خبره هسي د پښتنو ديني احساسات راپارول دي او بس.

نو په همدې اساس ټولو پښتنو ته په کار ده چي د کشمير او فلسطين قضيې هغوی ته ورپرېږدي او دوی دي د خپل سر څخه اور مړ کړي او د خپلو هغه زرګونو لادرکه کسانو او شهيدانو پوښتنه دي وکړي چي د ترهګر پوځ لخوا يا وژل سوي او يا هم د وحشت په ډکو زندانونو کي شپې سبا کوي.

.