کور / راپور / ټر مپ د ملي امنيت سلاکار بولټن له دندي ګوښه کړی

ټر مپ د ملي امنيت سلاکار بولټن له دندي ګوښه کړی

د امريکا د ملي امنيت سلاکار جان بولټن له خپلي دندي ليري سوی دی.

دا اعلان تېره ورځ ولسمشر ټرمپ پر خپله ټويټرپاڼه وکړ او وئې ويل، چي نور په سپينه ماڼۍ کي د بولټن خدمتونو ته اړتيا نسته.

هغه وويل، بولټن ته مي وويل چي نور له خپلي دندي استعفا ورکړي او هغه دا کار وکړ.

نوموړي پرون پر خپله ټويټرپاڼه وليکل: :”ما تېره شپه جان بولټن ته وویل چي نور نو په سپینې ماڼۍ کې ستا خدمت ته اړتیا نسته. زه د هغه له ډېرو وړاندیزونو سره کلک مخالف وم. ما هغه ته وویل چي استعفا وکړي او هغه نن سهار دا کار وکړ.”

ټرمپ نه دي ويلي، چي ده د بولټن له کومو وړانديزونو سره مخالفت درلود، خو بولټن په امريکا کي د ټرمپ او طالبانو د ليدني کتني سخت مخالف وو.

ټرمپ ويلي، چي د طالبانو سره دده ناسته خپله ده لغوه کړه.

بولټن هم ويلي، چي تېره ورځ ئې ولسمشر ټرمپ ته استعفا وړاندي کړه او هغه ورته ويلي چي سبا به خبري کوو.