کور / راپور / کابل: د امريکا سفارت ته څېرمه چاودنه سوې ده

کابل: د امريکا سفارت ته څېرمه چاودنه سوې ده

تېره شپه په کابل کي د امريکا سفارت ته څېرمه يوه چاودنه سوې چي د تلفاتو په هکله ئې تراوسه مالومات نسته.

چاودنه د سپټمر د يوولسمي ورځي د لمانځلو سره هممهاله سوې ده.

د امریکا د سفارت یوه کاروونکي چاودنه تائید کړې ده خو نور تفصیل ئې نه دی ورکړی.

څو ورځي وړاندي هم په کابل کي د ګرين ويلج ( زرغونه سيمه) کي د طالبانو په يوه برید کي د بهرنيو سرتيرو ترڅنګ ګڼ افغان ملکيان هم ووژل، چي همدغه بريد ددې لامل سو چي د امريکا ولسمشر ټرمپ د طالبانو سره خبري اتري لغوه اعلان کړې.

.