کور / راپور / هند: سپوږمۍ ته لېږل سوې څېړنيزه آله مو موندلې ده

هند: سپوږمۍ ته لېږل سوې څېړنيزه آله مو موندلې ده

هند وايي، د هغه څېړنيزي آلي موقعيت ئې موندلی چي په مټ ئې فضا ته سپوږمکۍ لېږدول سوې وه.

د هند د ټکنالوجۍ چارواکي وايي، اوس ئې مالومه کړې چي دڅار دغه آله په کوم ځای کي ده  او دغه آلې ته هيڅ ډول زيان نه دی اوښتی.

د ویکرام په نامه څیړنیزې الې سره د هند د فضایي مرکز اړیکه د شنبې په ورځ سپتمبر شپږمه په داسې حال کي پرې سوه چي دغه وسیله د سپوږمۍ دوه کیلومترۍ ته رسیدلې وه.

هند وايي، تمه لري چي دغه وسيله به په ارامه توګه د سپوږمۍ پر سطحه کښته سي.

د هندي چارواکو په خبره، دا آله ئې په سپوږمۍ کي د موجوده منرالونو د ارزولو لپاره لېږلې ده، ترڅو هلته د اوبو او نورو منرالونو په هکله مالومات راټول کړي.

که چيري د هند د ۱۴۱ مليونه ډالرو په ارزښت دا ماموريت بريالی سي، نو د امريکا، روسيې او چين وروسته به هند څلورم هيواد وي، چي د سپوږمۍ پر سطحه په برياليتوب سره سپوږمکۍ کښته کوي.