کور / راپور / د خيبر پښتونخوا د اسمبلۍ پخواني غړي په هند کي د پناه غوښتنه کړې

د خيبر پښتونخوا د اسمبلۍ پخواني غړي په هند کي د پناه غوښتنه کړې

د پاکستان د تحريک انصاف يو مخکښ سيک مذهبه غړي بلديو کمار په هند کي د سياسي پناه غوښتنه کړې ده.

ښاغلی کمار چي د خيبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ غړی هم پاتي سوی وايي، چي نور ورته پاکستان د ژوند کولو لپاره مناسب نه دی.

نوموړی څو مياشتي وړاندي د خپلي کورنۍ سره هند ته ددې لپاره تللی وو، چي هلته د خپلو دوستانو سره وويني، خو بيا پاکستان ته نه دی راستون سوی.

ښاغلی کومار وايي، پاکستان راته د جهنم په څېر دی ، دلته زموږ عزت، کورنۍ او ماشومان هيڅ خوندي نه دی، پر حکومت باندي باور مو بيخي له منځه تللی دی، نو خپل او د کورنۍ ژوند ساتلو لپاره نور نه غواړم چي پاکستان ته ولاړ سم.

نوموړي  د عمران خان په هکله وويل، چي يو چلبازه او خائن سړی دی او د شخصيت له اړخه ډېر ټيټ انسان دی.

ښاغلی کومار يو وخت د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند د خيبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړی هم وو.