کور / #PTM / “يو بل تاريخ”

“يو بل تاريخ”

پښتون ژغورني غورځنګ نه وړاندې هم نوکرې ختمېدل، دهړکې، د پولیس ګرفتارې او تاڼې کچهرې قېصې مو لېدلې وې. خو تېر يو کال کښې مو څه ډېر څه اوليدل او راته ډېر احساس اوشو چې قامي مبارزه کښې د قانون پوهه څومره مهمه ده.
زه منم چې کله يو سياسى ورکر سياست کښې د تاڼې کچهرې کښې خوار شي او منډې او وهي نو هله يې سياسي مبارزه يو څه شکل اومومى.
زه جلسو له اېن او سى راغستو، د جلسه ګاه اجازت نامې، جلسه راجوړولو، تهاڼې او جېل ملاقاتونو، خپل او نورو ملګرو ضمانتونو، عدالتي پېشو او تارېخونو دې نتېجې ته راورسولم چې تحريکونه هله کاميابې مومي چې ښه “منظم” او په “پوهه سمبال” تنظيم ولري.
تېر کال په 10 دسمبر نړۍ کښې خلکو د بشري حقوقو ورځ لمانځله او مونږ خپل ضمانتونه کول په بنو کښې. دکه ورځ راته احساس اوشو چې قامي اذادي له مبارزه څامره مهمه ده. خېر خبره د تاڼو کچهرې کېده نو نور کېسونه خو په خپل ځاې خو تېر 6 مياشتو نه زه د خپل تور لېسټ (اي سي اېل) نه وتو له هائي کورټ کښې قانوني جنګ کوم خو رياست هم زمونږ د اعصابو ټېسټ اخلي او هر ځل ټوله ورځ عدالت کښې تېرولو نه پس بس د اوشي چې راله يو نوې تارېخ راکي.
او اوس خو چې تاریخ وي نو د خو راته پته وي چې بل تارېخ به راکوي. خو بس د غم وي چې نزدې به وي که لرې.
او مور مې هم د تارېخ په ورځ چې کال اوکي نو وائي څه خه اوشو که بل تاريخ ىې درکو……
خو بس وي خو هم هغه بل تارېخ.