کور / راپور / ملګرو ملتونو پر طالبانو ږغ کړی چي د افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کښېني

ملګرو ملتونو پر طالبانو ږغ کړی چي د افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کښېني

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازي تاداميچي ياماماتو وايي، افغانان بايد د رواني جګړې د ختمولو لپاره مخامخ خبرو ته کښېني.

نوموړي پرون سه شنبه د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته د افغانستان په هلکه راپور وړاندي کاوه، چي وئې ويل  يواځي د افغانانو ترمنځ خبري په دغه هيواد کي شخړه ختمولای سي.

ښاغلي ياماماتو وويل، طالبان بايد د افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کښېني تر څو د رواني شخړي لپاره حللاري په ګډه ورته ومومي.

نوموړي همداراز د وروستيو پېښو په تړاو هم اندېښنه څرګنده کړه او وئې ويل، چي د مذاکراتو په جريان کي ملکي وګړو ته ترټولو ډېره مرګژوبله اوښتې ده.

بل خوا افغان ولسمشر اشرف غني وايي، چي طالبانو سره خبرو اترو ته تيار دی خو په دې شرط چي لومړی به اوربند کېږي.

نوموړي دا څرګندوني تېره ورځ د ملي امنيت د سرپرست ضیا سراج د معرفۍ پرمهال وکړې .

د غني په خبر، د سولي مذاکرات د اوربند پرته ناممکن دي او پر مختګ نه سي کولای.

ولسمشر غني وويل، افغانستان اوس په يو حساس پړاو کي ولاړ دی، چي ټاکني او سوله دواړه ورته مهم دي، خو د سولي خبري به په دې شرط وي چي لومړی اوربند رامنځ ته سي.

نوموړی پر طالبانو ږغ وکړ چي مخامخ د افغان حکومت سره خبرو ته کښېني.

هغه د طالبانو پر مشر ملاهيبت الله ږغ وکړ چي که مخامخ خبرو ته نه حاضرېږي لږ ترلږه دي د يو ويډيويي کنفرانس له لاري راڅرګند سي چي خلګ ئې وويني.

ولسمشر غني وويل، که طالبان افغانان وېرول غواړي، نو د غاښ ماتونکي ځواب سره به مخ سي.

نوموړي پر داسي مهال دا څرګندوني کړي، چي دوې ورځي وړاندي د امريکا ولسمشر ټرمپ د طالبانو سره د سولي مذاکرات لغوه اعلان کړه.