کور / راپور / چارواکي: کندهار کي مو طالبانو ته درنه مرګژوبله اړولې ده

چارواکي: کندهار کي مو طالبانو ته درنه مرګژوبله اړولې ده

د کندهار چارواکي وايي، چي تیره شپه د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د کندهار میوند ولسوالۍ د بند تیمور سیمي اړوند د چولاوک په کلي کي تصفیوی عملیات کړي، چي پر مهال ئې د وسلوالو طالبانو زیات شمیر پټنځایونه، اطاقونه، سپکی او درنې وسلې او یو شمیر هغه وسایط، چي طالبانو ورڅخه استفاده کول له مینځه وړي دي.

بل خوا د بدخشان چارواکي وايي، چي ددغه ولايت د کران او منجان ولسوالي ئې د ولسي وګړو په مرسته نيولې ده.

د دواړو پېښو په هکله طالبانو تراوسه څه نه دي ويلي.