کور / راپور / خيبر پښتونخوا کي درې پاکستاني پوځيان هلاک سوي دي

خيبر پښتونخوا کي درې پاکستاني پوځيان هلاک سوي دي

د خيبر پښتونخوا په لنډيکوتل سيمه کي د يو بريد پر مهال د پاکستان درې سرتېري هلاک سوي او څلور نور ژوبل دي.

پېښه پرون هغه مهال رامنځ ته سوه چي کله د پوځ پر يوې پوستي باندي وسلوالو بريد وکړ.

د برید پړه حزب الاحرار ډلي پر غاړه اخيستې ده او وايي چي د پوج څخه ئې ډېره وسله نيولې هم ده.