کور / راپور / ټرمپ طالبانو ته د نورو بريدونو خبرداری ورکړ

ټرمپ طالبانو ته د نورو بريدونو خبرداری ورکړ

د امريکا ولسمشر ټرمپ طالبانو ته خبرداری ورکړی دی، چي پر وړاندي به ئې پوځي بريدونه دوام ولري او هرځای به دوی په نښه کړي.

ټرمپ دا څرګندوني نن د سپټمبر د ۱۱ يادغونډه کي وکړې او وئې ويل چي د تروريزم مخه به په هرځای کي نيسي.

نوموړي وويل: “موږ څو ورځي مخکې د سولې خبرې پلان کړې وې خو کله چي خبر سوم چې هغوی (طالبانو) زموږ یو ډیر پیاوړی سرتیری چي د پورتي ریکو وګړی و له ۱۱ نورو بې ګناه خلکو سره ووواژه، نو دا خبري مي لغوه کړې. په تېرو څو ورځو کې مو خپلو دښمنان سخت وځپل او دا ځپل به روان وي.”

ټرمپ وويل، که زموږ پر هيواد هغوی بيا بريد وکړ، نو هرچيري چي وي پسي ورځو او له منځه ئې وړو.

د ډسمبر پر ۷ نېټه ولسمشر ټرمپ د طالبانو سره د امريکايي پلاوي خبري لغوه کړې.