کور / #PTM / په هالنډ کي د پي ټي ايم د ټاکنو اړينه خبرتيا

په هالنډ کي د پي ټي ايم د ټاکنو اړينه خبرتيا

د ټاکنو په اړوند اړينه خبرتيا :
لکه څرنګه چې تاسې خبر ياست د هالند د پې ټې ايم کميټې ټاکنو ته يواځې دوه ورځې پاتې دي.
د هالندد پي ټي ايم مرکزي کميټې ته د نوماندانو نومونه تاسې ته څه موده مخکې د يو خبر له لارې خپاره شول. د نوماندانو په دغه لست کې يوې څرګندې نيمګړتيا شتون درلود. او هغه دا چې د هالند د پي ټي ايم د مرکزي کميټې بيلابيلو دندو ته دوه يا درې کسانو ځانونه نومولي وو، خو د هالنډ د پي ټي ايم د مرکزي کميټې د مشرۍ دپاره د ټاکنو کميسيون ته يواځې يو نوماند خپل نوم راجستر کړی و او هغه ښاغلی طارق عالم و. له نيکه مرغه چې دغه ستونزه اوس حل شوه او د ښاغلي طارق عالم په خوا کې ښاغلي احسان کاکړ هم د ټاکنو کميسيون په پته د هالند د مرکزي کميټې د مشرۍ دپاره ځان د نوماند په توګه راجستر کړ.
د هالند د پي ټي ايم مرکزي کميټې د نوماندانو لست د اړوندو دندو سره ستاسې د بيا خبرتيا دپاره لاندې خپريږي:
– د هالند د پې ټې ايم مرکزي کميټې مشرۍ ته نوماندان: ښاغلی طارق عالم ، ښاغلی احسان کاکړ
– د هالند د پې ټې ايم مرکزي کميټې مرستيالۍ ته نوماندان:
ښاغلی ډاکتر قدرت الله عليخيل، ښاغلی محمد شاکر واصفي
– د هالند د پې ټې ايم د پرمختيايي چارو مسؤليت ته نوماندان :
ښاغلی انجنير خيبر ګاونډي، ښاغلی سميع خان
– د هالند د پې ټې ايم مرکزي کميټې سکرټريت ته نوماندان:
ميرمن سايره نورزۍ، ښاغلی انجنير عطا او ښاغلی ډاکتر نور عزيز
– د هالند د پې ټې ايم مرکزي کميټې د اړيکو او خپرونو چارومسؤليت ته نوماندان:
ښاغلی ډاکتر عرفان نور، اغلې مريم بابک
– د هالند د پې ټې ايم مرکزي کميټې مالي چارو مسؤليت ته نوماندان:
ښاغلی بريالی وزيري، ښاغلی عجب خان او اغلې ثريا رؤفي
همدارنګه له ټولو هغه کسانو څخه چې غواړي د هالند د پې ټې ايم د مرکزي کميتې پورتينو نومول شوو پوستونو ته ځانونه نوماند کړي، په ډير درنښت هيله کيږي چې خپل نومونه د ټاکنو کميسيون د بریښناليک په لاندې پته راوليږی.
د نوماندانو د ثبت پروسه د ۲۰۱۹ کال تر ۱۲ د سپتمبر د شپي تر ۱۲ بجو پورې دوام لري.
election.com.ptm@gmail.com

په هالند کې د پې ټې ايم له ټولو غړو او د پې ټې ايم له ټولو ملاتړ کوونکو څخه بيا هم په ډير درنښت هيله کيږي چې په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي او د خپلې خوښې نوماندانو ته رايه ورکړي.

د ټاکنو وخت او نيټه: د غرمې ۱۲ بجې د روان کال د سپتمبر ۱۴ مه نيټه
پته :
Stichting De Driehoek
Zuiderkruis 742
3902 XX Veenendaal

په ډير درنښت
د ټاکنو کميسيون

 

سلامونه مبارزو ملګرو!د پښتون ژغورنې غورځنګ مبارزه به هله رنګ راوړي چې د غورځنګ لپاره په سراسره آروپا کې يو غښتلی جوړښت…

Posted by PTM Holland on Friday, September 13, 2019