کور / راپور / سريلانکا کرکيټ بورډ وايي،کېدای سي په پاکستان کي ددوی پر لوبډله ترهګريز بريد وسي

سريلانکا کرکيټ بورډ وايي،کېدای سي په پاکستان کي ددوی پر لوبډله ترهګريز بريد وسي

د سريلانکا کرکيټ لوبډله وايي، چي داسي خبرداری ورکړل سوی چي پاکستان ته د تګ پر مهال کېدای سي ددوی پر لوبډله ترهګريز بريد وسي.

د سريلانکا کرکيټ بورډ دا خبره داسي مهال کړې، چي ددغي لوبډلي د کفتان په شمول ګڼو لوبغاړو  د سياليو لپاره پاکستان ته له تګ څخه انکار وکړ.

په ۲۰۰۹ کال کي هم د پاکستان په لاهور ښار کي د سرېلانکا پر کرکيټ لوبډلي ترهګريز بريد وسو چي پکي ۸ کسان ووژل سوه او ۷ کسان نور ژوبل سوه.

د سريلانکا کرکيټ ټيم ډېرو لوبغاړو د پاکستان سره د يو ورځنۍ ټسټ لوبو لپاره دغه هيواد ته له تګ څخه انکار کړی دی.

د سرېلانکا کرکيټ لوبډله وايي، چي پاکستان د امنيت له اړخه ډاډه نه دی او هلته ټولنيزه بې باروي سته، نو په همدې اساس پاکستان ته د تګ لپاره زړه نه ښه کوي.

په دغه لوبغاړو کي چي پاکستان ته له تګ څخه ئې انکار کړی دی د يو ورځنۍ لوبو کپتان ډيموته کرونارتني، د شل اوريزو لوبو کپتان ليسته مالنګا،  پخوانی کپتان انجيلو ميتيوز ،سورنګا لکمل ،دهنجا ډي سلوا ،دنيش چندي مل،نروشان ډک ويلا او تشارا پريرا شامل دي.

د پاکستان کرکټ بورډ ډېره هڅه کړې چي ياد کسان راضي کړي ترڅو پاکستان ته سفر وکړي، خو هغوی په ټينګار سره انکار کړی دی او وايي، دا ئې نهايي پرېکړه ده چي هلته به نه ځي.