سمه ايزحالات او د پښتنو راتلونكى
Aziz Rahman Hazim
داليکنه وړاندي هم بر لراوبر خپره سوې ده
ليکنه: بوريوال کاکړ
د مې اتم مازيګر و چې له خپل يوه ملګري سره زما له كارځاي څخه ووتم او د كوټي په ښار كې له يوڅه ګرځلاو وروسته دباچاخان څلور لاري ته ولاړو .هغه يوه ورځپاڼه غوښته چې نه وه خو ما د اردو ژبي يوه ورځپاڼه او او د ليكوال مجلې د مې مياشتنۍ ګڼه راواخيسته .
ماښام مي په خپل استوګنځاي كې د مجلې په لوستلو پيل وكړ چې ډېري ښې ليكني په كې سوي وې . ځينو خوهغه د چاخبره زما د زړه خبري كړي وې چې په هغوي كې د محترم ډاكټر سيدعالم محسود او له كوټي څخه د يوه ليكوال چې مستعار نوم يې وركړى و ( زماپه اند) ليكنې د پام وړ وې . ليكني به تاسو هتماً لوستې وي .
د مجلې په يوه برخه كې ښاغلي نورالبشرنويد صاحب په يوه ارتباط د خپل زوی هغه ګيله چې ’’ ماته په افغانستان كې ولي پاكستانى وايي؟ ’’ ياده كړې وه . له هغه ورسته يې ليكلي و چې ’’ موږ ته په خپل وطن خپله جغرافيه كې خلك پښتانه نه وايي نو د افغانستان په جغرافيه كښي به زما منصور ته څوك افغان څنګه ووايي؟’’.
د منصور ورور پوښتني يا ګيلې او د ښاغلي نورالبشرنويد صاحب څرګندونې ماته يوه كاكړى غاړه راپه ياد كړه چې وايي !
مرور نازك پر څه دى
واك د نورو دى زما نه دى
منصور ته د پاكستاني ويلو تر خبره ځكه تېرېږم چې هغه به هتماً هلته پر يوه داسي كس پېښ سوى وي چې لاخو به د خپل وطن په جغرافيه نه وي خبر او لا به يې د كوزي پښتونخوا د بې شمېره هغو خلكو چې خوله خو يې خپله وي خو خبري پردۍ كوي په رنګه خپل ورور ته هغه نوم وركړى وي كوم چې له سره كوم نوم نه دى .
خو د ښاغلي نويدصاحب له څرګندونې څخه داسي رامالوميږي چې هغه كس رښتيا وايي چې منصور پاكستانى دى .هغه ځكه چې د منصور پلار ځان افغان نه ګڼي نو به يې زوی ته څوك څه ډول افغان ووايي . دا ځكه وايم چې ښاغلي نويدصاحب ځان د افغانستان له جغرافيې څخه وتلى ګڼي او يوبل وطن او جغرافيه يې ځانته ټاكلې ده چې نه يم خبرنوم او پولي به يې څه وي .
دا خبره تر لمر روښانه ده چې په شمال كې له شبرغان او فېض اباده نيولې په جنوب ،مشرق كې تر ګوادره او په مغرب كې د غوريانو له ولسوالۍ رانيولې بيا په مشرق كې د غازي خان تر ډېرې دا ټوله سيمه د افغان ملت لرغونى وطن دى . دا بېله خبره د چې د زمان ستم او د خپلو بچيو له لاسه وېشلې او ورانه پرته ده . خو زما په اند كه پر يرغل يې پېړۍ واوړي هم نو يو باشعوره او غيرت مند سړى بايد خپل كور ته خپل كور ووايي .
له موږ سره لومړى ظلم سكندر يوناني كړى و چې زموږ پرخپلواكه خاوره يې ديرغل په مخه ګامونه راپورته كړي و . له هغه راهيسي دافغان وطن تارېخ له كړاونو ډك دى . يوه غميزه بلې ته ښه راغلى وايي .
له پرنګي سره درو جګړو زموږ اولس اخير دومره وځاپه چې د ۱۸۹۳م كال د نومبر ۱۲مه يې هم وليده . دا هغه ورځ ده چې د يوه وجود پر ځيګر د نفرت توره كرغېړنه كرښه راكښل كيږي او دا يو وجود ځله پرې كوي .
زما په اند خو په كار دى چې لراوبر افغانان د هركال د نومبر پر ۱۲مه توره ورځ ولمانځي تر څو نړيوالو ته دوخت د ستمګرو تېرى اود خپل وطن دبيا رغاوي هوډ ورڅرګند كړي .
د ګران افغانستان تر وېشلو ورسته هم زموږ نيګړي او ټپي وجود كرار ونه موند او هره ورځ يې په غم او وير لړلې او هرې شپې يې د وهشت تيارې او هر سبا يې د لانورو كړاونو خبرونه راوړل .
زموږ په تاريخ كې پر موږ بله سخته او د بدبختۍ ورځ هله راله چې پرنګي له سيمې څخه د وتلوپر مهال زموږ وجود هم هغسې وېشلى او يوه بل داسي چاته په لاس وركړ چې كه غلامي د منلو وائ نو موږ به پر پرنګي شكر اېستلى وائ .
د پاكستان جوړېدل د پنجابي دپاره د بادارۍ او موږ له واره محكوم افغان له د لا نورې غلامۍ زېرى راوړ . هغوي خو هغه څه وكړل چې پرنګى يې لا هم ځان ته ګوته په غاښ كړ. دا يې ور ثابته كړه چې تا چې د تلو پر وخت كومه پرېكړه كړې وه هغه بې ځايه نه بلكه ستاتر دلته شتون تاته په ګټه ده يعني هغه څه خو پرېږده تر هغه لازيات موږ درته كوو د كوم ارمان چې تا پر زړه وړى و . د ۱۹۴۷م كال د اګست د ۱۴مي څخه د محكوم افغان د هرڅه لوټلو اود دوي په تياره كې د ساتلو تګلاره خپله كړل سوه .
محكومو افغانانو هغه مهال هم څه لاس ته رانه وړل چې كله د ۱۹۷۰م كال د جولايي د مياشتي پر لومړۍ نېټه مغربي پاكستان په ايالتونو كې وېشل كېده . هر چا ځان له نوم پيدا كړو خو موږ هم هغسي وېشلي او بې نومه پاته سو . ځني سيمي مو پنجاب ته ډالۍ كړل سوې ځني د نيمې خپلواكۍ په نامه په بشپړه توګه بې واكه وساتل سوې او هغه نوري دوې برخي چې يادوم نو لانور مي زړه درد وكړي . هغه ځكه چې د شمال،مغربي سرحدي ايالت نوم راته په خپل قام ملنډي ښكاري او ځان ته بلوڅ ويل خو له سره د شرم خبره ده.
زموږ د خاوري په انگړ كې د تيارو شتون هغه وخت لا پسې اوږد سو چې د ۱۹۷۱م كال د دسمبر پر شپاړسمه د ننګياليو بنګاليانو سرښندنې رنګ راوړ خو موږ خپله ملي ګټه دسپېلنيو په څير دښمن كمزورۍ ته لوګى كړه او هغه ته مو د بادار منلو په مخه د اقرار په معنی سر وخوځاوه .
له هغه وخته راورسته نور قامونه د ژوند په هر ډګر كې پرمخ او موږ پرشا روان يو . خلك پر سپوږمۍ د ژوند اختيارولو په فكر كې دي او موږ لا په خپل غلام او وېشلي وطن كې له در په درۍ سره سره د يو بل په فتح كولو او مسلمانولو لګيا يو .
قريب اوه دېرش كاله وروسته يو ځل بيا داسي حالات راغلي دي چې امكان لري چې د سيمې اوسنۍ بڼه له تغير سره مخامخ سي . هغه ځكه چې له بنګالي وروسته بلوڅ هغې كرښي ته نژدې سوى دى د كومي په هغه بله خوا چې د غالب ګمان له مخي د هغوي د روڼ او سوكاله راتلونكي خېمه ولاړه ښكاري . هغوي د رياست د تېري اود خپل قام د ټول وژني پر ضد د كوټي ښار په نومياتي او د هري سياسي غونډي او لاريون شاهد منان څلور لاري كې په ډاګه د خپلواك بلوچستان شعارونه وركوي او بې له كومې وېري وايي چې مرګ دي وي پر پاكستان او نه دي وي پاكستان .
پر بلوڅ چې كوم څه تيريږي او كوم څه چې په دوي كې د قامي خپلواكۍ احساس راپارولى دى هغه له پښتنو سره له لسيزو را روان دي . خو توپير يې دا دى چې هغوي لاسونه سروركړي او يوه ګډه ملي مخه يې ټاكلې ده او موږ تر اوسه پوري شف شف كوو خو شفتالو نه وايو . هغوي هر څه ته تيار دي خو د خپل وطن د خپلواكۍ له خبري نه اوړي . هغوي كفر ته غاړه وركوي خو كه پاکستان د کعبې بڼه هم خپله كړي نو پر لور يې سجدې ته تندى نه دى تيار .
موږ !
موږ نو پرېږده . هر څه كوو خو د يوالي نوم مه راته يادوه ځكه چې !
دا اوښ چې هر ځاي وينم بد مي اېسي
زمــــا د يــــــــار كـــــډه خـــو ده وړې وه
مطلب دا چې نور كه هر څه وكړو نو خدائ غفورالرحيم دى خو كه چيري د يوه قام په حېث ديوالي ، سيالۍ او خپلواكۍ خبره رامنځ ته سي نو بيا د دغې كرښي و هغه بله خواته كفر دى . انسان يو متحركه مخلوق دى او په ژوند كې چې سړى له حركته ووزي نو كه ژوندى هم وي نو په مړي شمارل يې بده خبره نه ده .
موږ هم پر بې شمېره ظلمونو او ناخوالو پټه خوله پاته سوي يو كه خدائ يې مكړه لږ نور هم داسي وسي نو په مړه قام به شمار سو او مړي نو لكه څنګه چې وينو د ژونديو په لاس وي .اوسنيو حالاتو ته په كتو سره بې له دې بله لاره په نظر كې نه لرو چې پښتانه د يوه قام په حېث له هرډول توپيرونو څخه تير سي اود يوالي دې روا كفر ته غاړه كښېږدي اود محكوم افغان وطن د برخليك ټاكلو دپاره يوه ملي جرګه راوغواړي او د راتلونكي په اړه يوه او څرګنده لاره خپله كړي . ګني هغه د ښاغلي عبدالقادرمجرم يو شعر دى چې !
د هغوي وني چــــــــغـالـــــــي پاته سوې
څوك چې په وخت كې د پيوند ويده و
كوټه سهېلي پښتونخوا
۱۸مه مې كال ۲۰۰۹م