کور / راپور / شاه محمود قريشي: د کشمير پر سر د هند او پاکستان د جګړې احتمال سته

شاه محمود قريشي: د کشمير پر سر د هند او پاکستان د جګړې احتمال سته

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قريشي وايي، چي په کشمير کي روان حالت ددې لامل کېدای سي چي د هند او پاکستان ترمنځ ناڅاپي جګړه پېښه کړي.

قريشي دا خبري د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ ته وکړې او زياته ئې کړه، چي د دواړو هيوادونو د جګړې په پايله خبر دي خو ددې احتمال نه سي ردولای چي د کشمير پر سر به د هند سره په جګړه کي ښکېل سي.

هند تېره مياشت د کشمير نيمه خپلواک حيثيت ختم کړ او په بشپړه توګه ئې د هند ترقانون لاندي راوستی.

پاکستان په دې کار سره سخت په غوسه سو، خو هند وايي چي دا ددوی کورنۍ مسله ده او هيڅ هيواد ته به اجازه ورنه کړي چي په کورنيو چارو کي ئې لاسوهنه وکړي.