کور / تازه خبرونه / القاعده: مشرف د پاكستان ثبات په خطر كي اچولى دئ

القاعده: مشرف د پاكستان ثبات په خطر كي اچولى دئ

د القاعده شبكې دوهم مشر ايمن الظواهري په يوه نوي خپاره سوي ږغيز پيغام كي پر جنرال مشرف تور لګولى چي د پاكستان پر سر يې له امريكا سره سوداګري پيل كړې ده.
په دغه ږغيزه وينا كي نوموړي د پاكستان پر سياستوالو هم سختي نيوكي كړي او وايي چي د پاكستان سياست په اسلام آباد كي د امريكا له سفارت څخه اداره كېږي.
ايمن الظواهري زياتوي چي جمهور رئيس مشرف د كشمير پر سر له هند او اسرائيلو سره سودا كړې ده او د مشرف د پاليسيو له امله په افغانستان كي روسيې او هند ته نيژدې كسان اقتدار ته رسېدلي دي، چي آن مشرف له همدې وجي د پاكستان يووالى او ثبات په خطر كي اچولى دئ.
ښاغلي الظواهري په دې پيته د پاكستان د اټومپوه پروفيسر عبدالقدير خان په اړه ويلي چي مشرف د امريكا د خوشحالۍ دپاره استعمال او بندي كړ او د پاكستان پر مذهبي ګوندونو يې هم نيوكي كړي چي د لال مسجد پر پېښه يې مجرمانه چوپتيا غوره كړې ده.
د ايمن الظواهري دا ږغيز پيغام پر داسي وخت خپرېږي چي د جمهوررئيس مشرف واكمني له نړېدو سره مخ ده او د پاكستان د حاكمو ګوندونو اتحاد جمهوررئيس پروېز مشرف مجبوره كړى دئ، چي په راتلونكو ورځو كي له پارلمان څخه د اعتماد رايي ترلاسه كړي.