کور / تازه خبرونه / د كوټي پوليسو اويا افغانان ونيول

د كوټي پوليسو اويا افغانان ونيول


د خبرونو له مخي پاكستاني پوليسو د بلوچستان ايالت مركز كوټي ښار ته د ننوتلو پر وخت اويا افغانان نيولي دي، چي په وينا يې پاكستان ته د ورتګ قانوني اسناد نه درلودل.
د كوټي پوليس وايي دغه كسان يې ټول د بليلي په سيمه كي نيولي چي له كندهاره بلوچستان ته د ورتګ پر لويه لاره كوټي ښار ته د ننوتلو وروستى امنيتي ځنځير ګڼل كېږي.
د نيول سوو افغانانو د برخليك په اړه تر اوسه څه نه دي ويل سوي، خو تر دې وړاندي په دغسي پېښو كي نيول سوي كسان يا د پيسو په بدل كي بيرته د پوليسو له خوا خوشي سوي او يا هم افغان حكومت ته د طالبانو په نوم سپارل سوي دي.