کور / تازه خبرونه / توره بوړه ډاټ کام ( د طالبانو او حزب اسلامي ويبپاڼه )

توره بوړه ډاټ کام ( د طالبانو او حزب اسلامي ويبپاڼه )

 


د توره بوړه په نوم نوې ويبپاڼه په دې وروستيو کي پرليکه شوې ده ، په دې ويبپاڼه کي ددولت ضد ورځنيو خبرونو تر څنګ د ريموټ کنټرول بمونو د چاودېدو او ځانمرګو بريدونو ويډيوګاني هم ځای شوي دي .


ښايي دا ويبپاڼه په کورنيو او نړيوالو ږغيږو ، تصويري او انلاين رسنيو کي د دولت د مخالفينو خبرونو ته د نه پاملرني په نتيجه کي رامنځته سوې وي ، تر دې وړاندي هم د افغانستان د اسلامي امارت طالبانو د الاماره په نوم ويبپاڼي له لاري وخت نا وخت ځيني تازه خبرونه او د طالبانو د لاسته راوړنو معلومات خپرول .


طالبان او د انجنير ګلاب الدين حکمتيار په مشرۍ د پخواني حزب اسلامي وسله وال کسان د تيرو شپږو کلونو راهيسي په افغانستان کي د دولت او بهرنيو ځواکونو سره د جګړې په بېلابېلو ډولونو بوخت دي ، دولت او نړيولو دوی ته د ياغيانو نوم ورکړی دی خو دوی دا جګړه جهاد او ځانونه مجاهدين بولي .


کارپوهان په دې نظر دي چي د ولسمشر حامدکرزي د مصلحتي ادارې کاري کمزورۍ ، له عامو وګړو سره زور زياتی ، د اداري فساد پراختيا  او د بهرنيانو خپل سري پوځي عملياتو ددولت د وسله والو مخالفينو ( طالبانو او حزب اسلامي ) د کرښو د پرمختګ او ځواکمنتيا لامل دي .


 www.toorabora.com