کور / راپور / کندهار کي دوو پوليسو خپل ۱۱ ملګري وژلي دي

کندهار کي دوو پوليسو خپل ۱۱ ملګري وژلي دي

د کندهار ولايت په شاوليکوټ ولسوالۍ کي  دوو پوليسو پر خپلو ملګرو ډزي کړي او ۱۱ تنه ئې وژلي دي.

پېښه د شاوليکوټ ولسوالۍ په دامانه سيمه کي رامنځ ته سوې ده.

د کندهار د پوليسو وياند جمال بارګزي پېښه تاييد کړې خو د جزئياتو له ورکولو څخه ئې ډډه کړې ده.

د شاوليکوټ ولسوالۍ يو امنيتي چارواکی وايي، پېښه تېره شپه ۱۱ بجې هغه مهال رامنځ ته سوه چي دوه پوليس پر پيره وه او نور پوليس ئې وژلي، وسلې او مهمات ئې د ځان سره وړي دي.

چارواکي وايي، چي دغه دواړو کسانو له څو مياشتو راهيسي د پوليسو په ليکو کي دنده اجراء کول.