کور / راپور / د هند سره پر پوله دوه پاکستاني عسکر هلاک سوي دي

د هند سره پر پوله دوه پاکستاني عسکر هلاک سوي دي

د هند او پاکستان پر پوله د ډزو په يوه پېښه کي د پاکستان دوه سرتېري هلاک سوي او دوه نور ټپيان دي.

د راپورونو له مخي ويل کېږي چي پاکستاني پوځيانو هڅه کول د لين آف کنټرول يا ويشونکي پولي څخه واوړي چي د هندي ځواکونو د بريد سره مخ سول  او دوه پاکستاني عسکر ځای پر ځای ووژل سول او دوه نور شديد ټپيان دي.

دا په يوه اونۍ کي دوهمه پېښه ده چي د هند په ډزو پاکستاني پوځيان هلاکېږي.

درې ورځي وړاندي هم هندي چارواکو وويل، چي د کنټرول سيمي څخه يو پاکستاني پوځي د اوښتلو هڅه کول چي د هند په ډزو ووژل سو.

د اګسټ له پنځمي نېټې څخه کله چي هند د کشمير نيمه خپلواک حيثيت ختم کړ د دواړ هيوادونو ترمنځ اړيکي تر پخوا نوري کړکېچني سوې.

د پاکستان لومړي وزير او د بهرنيو چارو وزير خبردادری ورکړی دی چي کېدای سي د هند او پاکستان ترمنځ اټومي جګړه ونښلي.