کور / نوميالي / بازمحمدبازشهيد مبارزه وکړه

بازمحمدبازشهيد مبارزه وکړه

ليکوال:  بشرمل ناصر

دپښتوژبې شاعر او په قام مين بازمحمد باز شهيد داميرمحمد لووڼ زوى په سويلي پښتونخوا دږوب ولسوالۍ په قمرالدين کاريز کې زېږدلى و او پلرنى ټاټوبى يې قمرالدين کاريز و چې دافغانستان له پکتيکا او زابل ولايت سره څېرمه ده .

په قمرالدين کاريزکې دپښتانه ټبر لووڼ دي چې په لووڼو باندې مشهوره دي او ډېر کورونه يې اوس دږوب وښار ته کوچېدلي دي، اکثره خلک يې په تجارت بووخت دي، د سياست سره يې ځوانان علاقه لري، دتعليم وخواته يې توجه کړې ده چې ځوان نسل يې په پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي او ډېر بې غمه ټبر دى ،له خپل کار سره کار لري.

 دپښتنو په دې وياړلې قبيلې کې دبازمحمدباز شهيد غوندې مبارز هم زېږدلى و، چې دږوب له عالي ليسه او دډګري کالج څخه يې بې اې وکړه دپښتونخوا ګوند په سياست کې يېګډون وکړ او سياسي په عملي ډول پيل کړ.

 دپښتونستان ناره يې اوچته کړه دږوب تر هرکلې پورې يې مزلونه وکړل دهرځوان ترغوږه پورې يې دپښتونستان ناره ورسوله او اکثره به مسافر و د مسافري په سره ګرمۍ کې يې شپې سباکولې.

 د پښتونخوا ګوند دسنده دسکهر ولسوالۍ مشر و چې هلته يې سياست ته دوام ورکړى و  او سياست يې دبدن دلپاره خوراک و او يو جنوني رنګه انسان و چې په رښتني ډول يې سياست کاوه ـ

 ددې ترڅنګ يې له شعر او شاعري سره مينه درلوده او دوطن دميني شاعري يې کوله دخپلې ژبې سره بې کچه مينه وه او يو وخت مې ليدنه ورسره شوې وه او ډېر کم وخت و خو په هغه وخت کې يې دمينې دخوشبو وږمې راباندې وربلولې چې په پسته لهجه يې خبرې کولې او رنګ يې دپښتو ژبې وتلي سندرغاړي سردارعلي ټکر صاحب ته ورته و.

 دبازمحمد بازشهيد دشهادت ورځ مې هېره نه ده چې سهار وختي خبرشوم زه نجيب الله مندوخېل ته ورغلم چې هغه مې يو فکري ملګرى و او زما ټولګيوال و او هغه مې خبر کړ او ورسته بازار ته راغلو نور ملګري خبرکړل چې عبدالرحيم کليوال او بازمحمد بازشهيدان شوى دي او جنازې يې رارسېږي او په ښار کې دوکانونه بند شو.

 دکليوال شهيد قبر په اوږه کې جوړېدى او بازمحمدباز شهيد قبر دږوب په ښار کې جوړېدى او ټول ښار باندې توره شپه وه د وخت قاتلينو ته په غوسه و چې اسرالله زيرې او دهغه ورور ثنا الله زيري داسي مبارزين شهيدان کړل چې دبازمحمد بازشهيد څلور لوڼه پاتې شوې او دپلار له ښکلې مينې بې برخې شوې.

 د پښتونخوا دشهيدانو جنازې په قام مين مولوي سلطان خروټي دکوټې دښار په يوه لوى دلوبي په ميدان کې ورکړې او ارواښاد عبدالرحيم مندوخېل وينا وکړه چې په خبرو کې يو وزن پروت و ديښتونخوا ځوانان جذباتي و.  خو ارواښأد رحيم صاحب ددوى په جذبو باندې دعلميت يخي اوبه توى کړې او دخونړي جنګ مخنوى وکړ.

چې کله جنازې دږوب په لور راروانېدې په ايمبولنس ارواښاد  حاجې قادر مهټى ورسره و ـ  دږوب په لوري يې حرکت وکړ په لاره کې په زرهاوو خلک ورته ولاړو او ټول له جنازې سره ترږوب ښاره پورې راغلو د پښتونخوا ګوند مشر محمودخان اڅکزى ږوب ته له مخه رارسېدلى و.

 دماښام وخواته جنازې دنمبرون سکول وميدان ته راورسېدې دلته ډېره خلک راغلي و او سهار يې دکليوال شهيدجنازه اومژې کلي ته يوړه او بازمحمدباز شهيد يې دکوټې سړک په غاړه دحاجي محمدعلي پمپ سره نږدې په هديره کې پټ کړ دګوند بېرغ يې باندې ودرولي د کال 1991د يولس اکتوبر ورځ دپښتنو لپاره دغم ورځ ده چې دقام لپاره يې چيغې کولې دهغو ژبه يې ګونګې کړلې او په وطن يې ځانونه قربان کړل.