کور / راپور / حکمتيار: بهرنيان دي له افغانستان څخه ووځي او موجوده حکومت دي هم ورسره يوسي

حکمتيار: بهرنيان دي له افغانستان څخه ووځي او موجوده حکومت دي هم ورسره يوسي

 د حزب اسلامي مشر او ولسمشر يزو ټاکنو ته نوماند ګلبدين حکتميار وايي، چي بهرني ځواکونه دي له افغانستان څخه ووځي او په افغانستان کي برحاله حکومت دي هم ورسره يوسي.

نوموړي د طلوع ټلويزون سره په يوه ځانګړې مرکه کي وويل، چي په افغانستان کي موجوده حکومت هيڅ لاسته راوړني نه لري او د سولي پر وړاندي هم ترټولو سرتر خنډ دولت جوړ کړی دی.

حکمتيار د حکومت سره سوله هم د خپل حزب لاسته راوړنه وبلل او وئې ويل چي حزب اسلامي د خلګو په خير د حکومت سره سوله وکړه او په دې کي افغان دولت کوم د لاسته راوړني کار نه دی کړی.

د يوې پوښتني په ځواب کي چي ايا امان الله خان د يو ملي اتل په توګه پېژني ، حکمتيار وويل، چي هيڅکله نه.

هغه د ډاکټر نجيب په هکله هم وويل، چي هغه هيڅکله يو وطندوست شخصيت نه وو.

د يوې پوښتني په ځواب کي نوموړي وويل، چي د پاکستان په مدرسو کي جنګي وسلوالو او ځانمرګو ته روزنه نه ورکول کېږي، بلکي دا خبري هغه کسان کوي چي د مدرسو سره حساسيت ولري.