کور / راپور / پر ډيورنډ کرښه محکوم افغانستان کي پنځه پاکستاني عسکر هلاک سوي دي

پر ډيورنډ کرښه محکوم افغانستان کي پنځه پاکستاني عسکر هلاک سوي دي

تېره ورځ د ډيورنډ کرښي سره نژدې په محکوم افغانستان کي د پاکستاني پوځ پنځه سرتېري هلاک سول او څلور نور ژوبل دي.

دغه سرتېري په هغه بېلابېلو بريدونو کي هلاک سول چي کله ددوی پر پوستو باندي وسلوالو بريدونه وکړل.

تېره ورځ په دېر سيمه کي پاکستاني پوځيانو هڅه کول چي د ډيورنډ پر منحوسي کرښي موانع جوړ کړي چي د وسلوالو بريد ورساندي وسو او درې سرتېري ئې ځای پرځای له پښو وغورځول.

په يوه بله پېښه کي چي په شمالي وزيرستان کي رامنځ ته سوه هم د وسلوالو په بريد کي دوه پاکستاني پوځيان هلاک سول.

له تېرو څو ورځو راهيسي دا څووم بريد دی چي پر پاکستاني سرتېرو کېږي او په يوه اوونۍ کي تر لسو زيات عسکر پکي وژل سوي دي.