کور / راپور / ناټو: زموږ تمرکز پر ټاکنو دی، نه د ځواکونو پر وتلو

ناټو: زموږ تمرکز پر ټاکنو دی، نه د ځواکونو پر وتلو

د ناټو يو لوړپوړی پوځي چارواکی جنرال ټاډ ولټرز وايي، چي په افغانستان کي به ټولټاکني کيږي او د افغان حکومت څخه به زموږ ملاتړ دوام لري.

نوموړي د امريکا ږغ سره په يوې مرکه کي وويل، چي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو پر وتلو هيڅ بحث نه دی سوی.

ښاغلي ولټرز وويل، د سپټمبر پر ۲۸ به ټولټاکني کيږي او ناټو ځواکونه به په بشپړه توګه د افغان حکومت ملاتړ کوي.

جنرال ټاډ ولټرز وویل:”هغه پیغام چي موږ د ناټو شریکانو ته استو دادی چي امریکا ژمنه ده، ناټو ژمنه ده او ماموریت اوس پرځای دی. موږ خپله ټوله هڅه کو څو مطمین سو چي بهرني پروګرامونه خنثی کړو کوم چي د ناټو د غړو هیوادونو او د امریکا په وړاندې ناوړه کارونه کولای سي.”

نوموړي دا څرګندوني پرداسي مهال کړي چي د اګسټ پر پنځمه نېټه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د طالبانو سره خبري اتري لغوه کړي.