کور / #PTM / وزيرستان خلګ: څوک چي د وسلوالو پرضد اواز اوچت کړي، پوځ يې په تشدد سره وژني

وزيرستان خلګ: څوک چي د وسلوالو پرضد اواز اوچت کړي، پوځ يې په تشدد سره وژني

د محکوم وطن بونير او وزيرستان ځايي خلک وايي، چي دلته يوځل بيا د وسلوالو طالبانو فعاليت زيات سوی او خلګو ته د مرګ ګواښونه کوي.

ځايي مشران وايي، چي د وسلوالو طالبانو فعاليتونه په هغه سيمو کي تر ټولو ډېر دي چيري چي پاکستاني پوځ عمليات وکړل او نژدې ئې پوستې جوړي کړي دي.

د شمالي وزيرستان يو قومي مشر ملک زمان خېل وايي، چي دلته په رڼا ورځ د پوځ د پوستو سره څېرمه وسلوال تګ راتګ کوي، له خلګو د پيسو غوښتنه کوي او خلګو ته د مرګ ګواښونه هم کوي.

د ښاغلي زمان په خبره، دا اوس ټولو ته ښکاره ده چي پوځ د طالبانو برملا ملاتړ کوي، هغوی ته پناه ورکوي او د وسلوالو په مرسته په خلګو کي وېره خپروي.

بل خوا د دېر اوسيدونکي هم وايي، چي د وسلوالو له فعاليتونو څخه په تنګ سوي يو او کله چي اواز اوچت کړو پوځ مو ځپي.

ځايي اوسېدونکي وايي، کوم کسان چي د وسلوالو پر ضد ږغ اوچت کړي، څو ورځي وروسته د پوځ لخوا نيول کېږي او ځيني کسان خو اوس تراوسه لادرکه سوي هم دي.