کور / د ډيورنډ کرښه / شمالي وزيرستان کي دهشتګر پوځ دوه وروڼه شهيدان کړي، ځايي خلګو احتجاج کړی

شمالي وزيرستان کي دهشتګر پوځ دوه وروڼه شهيدان کړي، ځايي خلګو احتجاج کړی

تېره ورځ د شمالي وزيرستان په سپين وام سيمه کي په سلګونو کسانو راټول سوي وه او د هغه دوو وروڼو مړي د احتجاج په توګه راوړي وه چي دوې ورځي وړاندي د پاکستان ترهګر پوځ په ډزو ووژل.

دغه دوه وروڼه دوې ورځي وړاندي په ښکاره توګه د پوځ يوه سرتېري په ډزو ووژل، چي وروسته دغه پوځي هم د خلګو په ډزو سره هلاک سو.

په شمالي وزيرستان کي په دې وروستيو کي له يوې خوا د پوځ په ملاتړ د وسلوالو طالبانو فعاليتونه ډېر سوي دي او له بلي خوا د خفيه ادارو له خوا هدفي وژنو خلګ اندېښمن کړي دي.

د شمالي وزيرستان يو قومی مشر ميرکلام وزير د يادي پېښي په هکله وايي: “ ډېر په ښکاره د پوځ په وردۍ کي يو تن پر دغه دوو وروڼو ډزې کړې ، دا د سپین وام د یونټ غړی وو، او دغه دوه وروڼه ئې وژلي دي، بیا د کلي خلکو دی هم په ډزو وژلی دی”.

میر کلام وزیر زیاته کړه چي روزانه د دوي په سیمو کي هدفي وژنې او بمي چاودنې کیږي او د ده په وینا ، چي کله د ولس او امن خبره کوي نو بیا غدار ورته ویل کيږي او په بند کي اچول کيږي.

ده د پښتون ژغورنې غورځنګ د دوو نیول سوو مشرانو په اړه وویل ، “زموږ د علي وزیر او محسن داوړ هم دغه ګنا ده چي د وطن خبره یې کړې ده”.