کور / راپور / ټرمپ: طالبان ترهر وخت اوس ډېر ځپل سوي دي

ټرمپ: طالبان ترهر وخت اوس ډېر ځپل سوي دي

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، چي دا مهال تر ټولو ډېر طالبان تر بريدونو لاندي دي او سخت ځپل سوي دي.

نوموړي پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي، چي طالبان په دې وروستيو کي د سختو ګوزارونو سره مخ سوي دي.

ټرمپ ويلي، چي طالبانو د کابل په بريد سره يوه غټه تېروتنه وکړه او دوی اوس پوهېږي چي غټه غلطي ئې کړې، خو اوس د خلاصون لار نه ورته مالومېږي.

طالبانو څو ورځي وړاندي د کابل په زرغونه سيمه ( ګرين ويليج) کي يوه حمله وکړه چي د يو امريکايي په ګډون ئې ۱۳ کسان ووژل او ګڼ نور ئې ژوبل کړل.

د همدې بريد وروسته ټرمپ د طالبانو سره د سولي خبري اتري لغوه کړې.

ټرمپ وویل چي طالبانو د خبرو اترو پر مهال بريدونه وکړه، نو په همدې اساس د هغوی سره اوس خبري نه سي کېدای.

د ټرمپ د پرېکړي وروسته تېره ورځ د طالبانو درې کسيز استازی د قطر د پلازمېني دوحې څخه  مسکو ته ولاړی او هلته به د روسي چارواکو سره خبري وکړي.