کور / راپور / سند کي قهرجنو مظاهره چيانو د هندوانو مندرونه وران کړي دي

سند کي قهرجنو مظاهره چيانو د هندوانو مندرونه وران کړي دي

د پاکستان په سند ايالت کي د يو هندو لخوا د مذهب د سپکاوي په غبرګون کي ګڼو کسانو د هندوانو پر معبدونو چپاو وروړی او دهغوی مندرونه ئې له منځه وړي دي.

دا پېښه  د سند ايالت ګوټګي سيمه کي رامنځ ته سوې او قهرجنو مظاهرچيانو ګڼ شمېر لوی سړکونه هم بند کړي دي.

ويل کېږي چي په د تشدد په دغه پېښو کي د هندوانو معبدونه، بتان او نور مقدس توکي له منځه تللي دي او ځيني هندو مذهبه خلګ وهل سوي هم دي.

په ګوټګي سيمه کي شاوخوا ۴۰ سلنه هندوان اوسېږي او دا لومړی ځل دی چي پکي دا ډول پېښه رامنځ ته سوې ده.

ځيني کارپوهان اندېښنه لري چي دا ډول کړني به مسلمانانو ته هم زيان ولري، ځکه چي په ګاونډي هند کي هم هندو مذهبه افراطيان سته او ددغه پېښي په غبرګون کي به له مسلمانانو غچ واخلي.