کور / راپور / عبدالله وايي، د ولسمشر غني هغه فرمانونه نه منم چي کمپايني بڼه ولري

عبدالله وايي، د ولسمشر غني هغه فرمانونه نه منم چي کمپايني بڼه ولري

د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله پر ولسمشر اشرف غني تور پوري کړی چي د دولتي امکاناتو څخه د خپل کمپاين په ګټه کار اخلي.

نوموړي تېره ورځ په ده سبز ولسوالۍ کي يوې انتخاباتي غونډي ته په وينا کي وويل، چي اشرف غني د توحيد مرکز چي د ترهګرۍ سره د مبارزې په هدف د دولتي ځواکونو د همغږۍ لپاره جوړ سوی د خپل کمپاين لپاره ورڅخه ګټه اخلي.

نوموړي وويل: “د توحید له مرکز څخه ویډیو کنفرانسونه کېږي، واليان ولسمشر ته د نژدې کېدو لپاره ولسوالان راغواړی، هغوی بیا خلک رابولي چي راسئ، راټول سئ ولسمشر له تاسو سره خبرې کوي.”

عبدالله عبدالله دا هم وويل، چي اشرف غني سوداګر او تجاران دې ته مجبوره کوي چي دده سره د کمپاين لپاره مالي مرسته وکړي.

عبدالله وايي، ځيني سوداګر دا کار د مجبوريته کوي، ځکه د هغه په خبره که داسي ونه کړي اشرف غني ئې لويي څارنوالۍ ته معرفي کوي.

نوموړي زياته کړه، چي له دې وروسته به د ولسمشر غني هغه فرمانونه لغوه کوي چي کمپايني بڼه ولري.

دوې ورځي وړاندي ولسمشر غني په بهرنيو چارو وزارت کي د فساد ارزوني لپاره يو فرمان صادر کړ، خو عبدالله عبدالله ئې مخه ونيول او وئې ويل چي په دې کي سليقوي چلند سوی دی.

د کورنيو چارو وزارت د ډاکټر عبدالله تورونه رد کړي او ويلي ئې دي چي توحيد مرکز يواځي د نظامي همږغۍ لپاره دی او د بل کار لپاره نه دی استعمال سوی.

اشرف غني ژمنه کړې چي که په ټاکنو کي بريالی سي اجرائيه رياست به له منځه وړي، ځکه دده په خبره د حکومت د ډېرو کارونو مخه ئې نيولې ده.