کور / راپور / سوات کي يو کس خپله ناوې مېرمن د تعليم له وجې وژلې ده

سوات کي يو کس خپله ناوې مېرمن د تعليم له وجې وژلې ده

د خيبرپښتونخوا په سوات علاقه کي د انيس په نوم يو کس خپله د يوې مياشتې ناوې وژلې او تښتېدلی دی.

پېښه د سوات په کبل کانجو سيمه کي رامنځ ته سوې ده او ويل کېږي چي دغه کس د خپلي مېرمني د تعليم سره مخالفت درلودی.

راپورونه وايي، چي انيس د دغي ښځي سره يوه مياشت وړاندي واده کړی وو او هغې د خپل تعليم پرمخ بېولو لپاره هلي ځلي کولې.

ويل کېږي چي د انيس مېرمني لومړنۍ زده کړي بشپړي کړي وې او د نورو زده کړو لپاره ئې پلار داخله ورته کړې وه، خو د هغې خاوند ددې د تعليم سره مخالفت کړی وو او خپله مېرمن ئې وژلې ده.

د پېښي وروسته د ښځي خاوند انيس د پاکستان له لاري فرانسې ته تښتېدلی دی.

ځايي خلګ وايي، چي د پوليسو غفلت دې ته لار هواره کړې ده چي قاتل کس تښتېدلی دی.