کور / راپور / مولانا فضل الرحمن: د تحريک انصاف په مشرۍ حکومت د منلو نه دی، ژرترژره دي استعفا ورکړي

مولانا فضل الرحمن: د تحريک انصاف په مشرۍ حکومت د منلو نه دی، ژرترژره دي استعفا ورکړي

د پاکستان  جمیعت علماء اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن وايي، چي موجوده حکومت ورته د منلو وړ نه دی، بايد استعفا وکړي او که نه وي دوی به ئې پر ضد ستر لاريونونه راوبلي.

نوموړي په ملتان کي يوې غونډي ته په خبرو کي وويل، چي موجوده حکومت هيڅ انتخاب سوی حکومت نه دی او بايد ژرترژره استعفا وکړي او له سره دي نوي انتخابات وسي.

مولانا وويل، چي موږ به په اسلام اباد کي يو ستر لاريون راوبلو او ټول اسلام اباد به وتړو.

په پاکستان کي د اپوزيسون او موجوده حکومت ترمنځ د باور فضا بيخي له منځه تللې ده او دغه هيواد په سياسي او اقتصادي ډګر کي مخ پر ځوړ روان دی.

د پاکستان موجوده حکومت د پوځ په ملاتړ رامنځ ته سوی او سياسي ګوندونه پکي ګوښې ته سوې دي.