کور / د ماشومانو نړۍ / بلوچستان کي پاکستاني پوځ پر يوې بلوڅي ماشومي جنسي تېری کړی دی

بلوچستان کي پاکستاني پوځ پر يوې بلوڅي ماشومي جنسي تېری کړی دی

د بلوچستان ايالت په آواران سيمه کي پاکستاني پوځ د ښوونځي پر يوې بلوڅي ماشومي جنسي تېری کړی دی.

د راپورنو په حواله درې اونۍ وړاندي په آوارن علاقه کي د يو سکول زده کونکې د پاکستاني پوځ لخوا جنسي ځورول سوې او وروسته ورباندي تېری سوی دی.

سرچينې وايي، چي پېښه داسي مهال رامنځ ته سوې چي په دغه علاقه کي د يوې زلزلې سره هممهاله ځيني ماشومان په سکول کي پاتي سول او پوځ د مرستي په بهانه ښوونځي ته تللی او د يوې بلوڅي ماشومي باندي ئې جنسي تشدد کړی دی.

له پېښي وروسته يادي انجلۍ خپله کورنۍ خبره کړې، خو کورنۍ ته ئې پوځ ګواښ کړی چي  که د يادي پېښي په هکله که ئې څه وويل  د مرګ سره به مخ سي.

د پېښي وروسته ماشومي نجلۍ د سيمي نورو خلګو ته هم خپله کيسه کړې او خلګو د احتجاج په توګه د آواران دغه مشهور سکول تړلی دی.