کور / راپور / افغان چارواکي:د ولسمشريزو ټاکنو د امنيت  لپاره ۱۰۰ زره سرتېري چمتو دي

افغان چارواکي:د ولسمشريزو ټاکنو د امنيت  لپاره ۱۰۰ زره سرتېري چمتو دي

افغان دولت وايي، چي د ولسمشريزو ټاکنو د امنيت  لپاره ئې ۱۰۰ زره سرتېري ګومارلي دي.

د ټاکنو کمیسیون وايي چي د دغو ټاکنو لپاره ۱۱ میلیونه او ۳۰۰ زره د رایو پاڼې چاپ سوي او څه باندې نهه میلیونه او ۶۰۰ زره رایه ورکوونکو خپل نومونه ثبت کړي دي.

په ټول افغانستان کي به د چارواکو په وینا ۴۹۴۲ انتخاباتي مرکزونه پرانیستي وي. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د یکشنبې په ورځ (سپتمبر۱۵) خبریالانو ته وویل چي د ټاکنو د امنیت لپاره یې ۷۲۰۰۰ امنیتي سرتېري چمتوي کړي او شاوخوا ۳۰۰۰۰ نور به هم منتظر وي چي د ضرورت پر وخت به لاس په کار کیږي.

د افغانستان د ۲۰۱۴کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کي ۶۷۷۵ د رایو مرکزونه پرانیستي وو خو سږکال د ناامنیو له کبله دا شمېره نژدې ۵۰۰۰ ته ښکته سوې ده.

سږ کال د ولسمشريزو ټاکنو لپاره ۱۸ نوماندانو ځانونه کانديد کړي دي.