کور / #PTM / د عالمزيب مسيد د خوشي کولو ضمانت منظور سو

د عالمزيب مسيد د خوشي کولو ضمانت منظور سو

په کراچي کي د پښتون ژغورني غورځنګ د فعال عالمزيب مسيد ضمانت قبول سو او د هغه د خوشي کولو منظوري ئې ورکړې ده.

ددغه ضمانت پخلی د پي ټي ايم مشر منظور پښتين هم کړی دی.

ښاغلي پښتين پرخپله ټويټرپاڼه ليکلي دی،” د نوموړي اتل ځوان عالمزیب ماسید د کراچۍ په ایف ائی ار کې ضمانت په سپریم کورټ اسلام اباد کې منظور شو”.

عالمزيب مسيد اته مياشتو څخه زيات د رياست په زندان کي پرته له کومي ګناه شپې سبا کړلې.

د ښاغلي مسيد د خوشي کولو وړانديز لومړی د کراچي عدالت ته وسو، خو دغه عدالت دا وړانديز رد کړ او وروسته د غورځنګ ملګرو سپريم کورټ ته د ضمانت خواست وکړ چي نن د دوشنبې په ورځ ئې وړانديز ومنل سو.

څو ورځي وړاندي ترهګر رياست د پي ټي ايم د مردان ضلعي مشر اقبال هوتي نيولی دی او دلته ئې د پښتون ژغورني غورځنګ د نورو غړو پرضد هم مقدمې درج کړي دي.

د جون مياشتي پر ۵ نېټه د اقبال هوتي په شمول د پي ټي ايم پر ډېرو مشرانو د رياست ضد نعرو وهلو مقدمې درج سوي وې چي په دوی کي ګڼ کسان د ترهګر رياست لخوا نيول سوي دي.

تر دې وړاندې داګست دمیاشتې په وروستیو کي په جنوبي وزیرستان کي دپښتون ژغورنې غورځنګ دمشر منظور پشتین او دپي ټي ایم دیو شمیر نورو فعالینو په ضد هم مقدمې درج سوې وې . ددې ترڅنګ د پي‌ ټي ایم مشران وايي، چي دهغوی ګڼ شمیر فعالین دهیواد دبیلابیلو برخو څخه نیول سوي او‌ زندانونو ته اچول سوي دي.

د اقبال هوتي پر وړاندي هغه وخت مقدمه درج سوه، چي کله د کوچني اختر په شپو کي په پېښور کي د پي ټي ايم د جلسې د ګډوډولو لپاره ترهګر پال پوليس راغلل، دغه جلسه ئې خرابه کړل او په لسګونو کسان ئې ژوبل کړل.

د پاکستان ترهګر رياست تل هڅه کوي چي د پښتنو مبارزه پيکه کړي او هغوی د خپلو حقوقو له غوښتني څخه لاس پر سر کړي. خو د پي ټي ايم مخکښو غړو ژمنه کړې چي دوی به خپلي مبارزې ته ادامه ورکوي.