کور / راپور / ملتپال مشران د امن کنفرانس لپاره کابل ته راځي

ملتپال مشران د امن کنفرانس لپاره کابل ته راځي

تمه چي نن به د امن کنفرانس لپاره د محکوم وطن څخه د پښتنو ملتپال ګوندونو استازي کابل ته راسي.

دغه استازي د افغان ولسمشر اشرف غني لخوا کابل ته د امن کنفرانس لپاره راغوښتل سوي چي دلته به د افغان سولي او د سيمي د ټيکاو په هکله خبري اتري وکړي.

د عوامي نيشنل پارټۍ يو مرکزي غړي هاشم بابر وايي، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په بلنه يې د ګوند مشر افتاب احمد خان شيرپاو کابل ته روان دی او هلته کېدونکې امن کنفرنس کې به د خپل ګوند استازیتوب کوي.

د سپټمبر پر ۱۴ نېټه د عوامي نيشنل ګوند مرکزي سکرټر ميان افتخار حسين په باچاخان مرکز کي وويل، د ګوند مرکزي مشر به د سه شنبې په ورځ د امن کنفرانس لپاره کابل ته ځي.

دې ترڅنګ د سپټمبر په ۱۵مه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ وويل، چې محمود خان اڅکزی به هم په کنفرنس کې د ګډون لپاره کابل ته ځي.