کور / راپور / ګوادر کي بلوڅ محصله د خپل کوژدن سره تښتول شوې، او د بند په وخت كي پرې تېرى شوى

ګوادر کي بلوڅ محصله د خپل کوژدن سره تښتول شوې، او د بند په وخت كي پرې تېرى شوى

راپور: سلمان کوټوال

بلوچ محصله حانی ګل د محمد عارف لور په کوټه کي د پریس کلب مخته په “وائس فار بلوچ مسنګ پرسنز” احتجاجي کیمپ کي رسنيو ته په خبرو کي وويل: پنځه مياشتي مخكي زه او زما کوژدن محمد نسیم د ګوادر اوسېدونكى د پاکستاني څارګرو ادارو لخوا هغه وخت په کراچۍ کي يوه نامالوم ځاى ته يوړل شو، کله چي موږ هلته د تعلیم حاصلولو په خاطر هلته استوګن وو. حانی ګل وايي چي هغه څارګرو ادارو وروسته له هغه يې خوشي کړه کله چي يې درې مياشتي ددوى تر ظلم لاندي په يوه پټ ځاى کي تېر کړل، خو د کوژدن محمد نسیم يې پنځه مياشتي تېريږي چي تر اوسه له نادرکه دى. هغه زياتوي چي د خوشي کولو په وخت کي يې ډيره هڅه وکړه تر څو کوږدن هم له ځان سره يوځاى راخوشي کړم، خو هغه يې خوشي نه کړ. او د بند په وخت کي يې وهلو تېرى راباندې کاوه.
حانی ګل د تښتونکو په هکله وايي چي هغه کسان د پاکستان د څارګري ادارې ای ایس ای کسان وو، که مخته ورشي هغه يې پېژندلى شي. هغې وويل د بند په وخت کي يې ډيره ووهلم څو اقرار راباندې وکړي، چي موږ د بلوچ وسلوالو خپلواکي غوښتونكو سره يو، خو موږ له هيڅ داسي تنظیم سره اړيكي نه لرلې.
هغه زياتوي چي موږ هر وخت د ظلم له امله وهل کيږو، تېرى راباندې کيږي، ورکيږو، وژل کيږو. بلخوا موږ ته وايي چي توپک پرېږدئ قلم واخلئ خو بيا مو قلم او کتاب ته هم پرېږدي چي زده کړې وکړو.
حانی ګل پوښتنه کوي او وايي ايا بلوچ انسان نه دى؟ د کشمیر لپاره حق غوښتونكو لومړى د بلوچستان ستونزي حل کړئ وروسته د نورو ايالتونو او سيمو لپاره حق وغواړئ، بلوچ او بلوچستان د ظلم او زیاتیو سره لاس او ګرېوان دى. هغه وايي لومړى بلوچ نارينه تښتول او ورکول، اوس زما په څېر بلوچي مېرمني هم له دې ظلمه خوندي نه دي. زه يې په کوم جرم تښتولې وم؟
په بلوچستان کي له تېرو څو کلونو راپدېخوا د ښځو او ماشومانو د تښتوني او ورکيدني په راپورونه ورکول کيږي، خو په اوس وخت کي ځيني کسان د رسنيو مخته راځي او ږغ پورته کوي.
تېره اونۍ په کلات کي هم داسي يوه پېښه رامنځته شوې وه چي 35 کلنه بي بي سليمه يې د خپلو درې ماشومانو سره يوازى تښتولې وې، او وروسته يې خوشې کړه.