کور / #PTM / وزيرستان کي د سمپټبر پر ۲۵ د دهشتګر پوځ پر ضد قبائل ستره جرګه جوړوي

وزيرستان کي د سمپټبر پر ۲۵ د دهشتګر پوځ پر ضد قبائل ستره جرګه جوړوي

د رواني سپمټبر مياشتي پر ۲۵ نېټه به د وزيرستان ټول قبائل د ترهګر پوځ د ظلمونو خلاف جرګه کېږي او په سپين وام کي د وروستۍ پېښي په تړاو به پرېکړه کوي.

په دغه جرګه کي به د پښتون ژغورني غورځنګ د دوو مخکښو مشرانو علي وزير او محسن داوړ د راخوشي کولو په هکله هم خبري کېږي.

د شنبې په شپه د شمالي وزيرستان په سپين وام سيمه کي د ترهګر پاکستاني پوځ لخوا د سيمي دوه کسان چي يو دبل وروڼه وو په ډزو ووژل سول.

دغه دواړه ورونه د خپلي کروندې په اوبه کولو لګيا وه چي د ترهګر پوځ ګزمه ورباندي راغله او پر دواړو ئې بې درېغه ډزي وکړې.

د پېښي سره هممهاله د سيمي اوسېدونکو هم  پر ترهګر پوځ ډزي وکړې او پاکستانی عسکر ئې هلاک کړی.

د يادي پېښي په غبرګون کي د سپين وام خلګ د احتجاج په توګه راټول سول او د د هشتګر پوځ پر ضد ئې شعارونه ورکړل او همداراز ئې د پېښي په هکله وضاحت وغوښتی.

دغه احتجاج د ځايي قبائلي مشرانو په غوښتنه د موقت وخت لپاره پای ته ورسېدی او د سپمټمبر پر ۲۵ نېټه به د وزيرستان ټول قبائل مشران د يادي پېښي د څېړلو لپاره يوه ستره جرګه کوي.

په دغه جرګه کي به د محسن داوړ او علي وزير  د خوشي کولو لپاره هم پرېکړه ليک چمتو سي.

محسن داوړ او علي وزير هغه مهال ترهګر پوځ ونيول چي  د شمالي وزيرستان په خړ کمر کي د پښتون ژغورني غورځنګ پر کاروان  پوځ بريد وکړ او ګڼ کسان ئې شهيدان کړل.