کور / د ډيورنډ کرښه / کوزه پښتونخوا زيارت کي په سلګونو کسان د ترهګر رياست پرضد احتجاج جاري ساتلی دی

کوزه پښتونخوا زيارت کي په سلګونو کسان د ترهګر رياست پرضد احتجاج جاري ساتلی دی

تېره ورځ د کوزي پښتونخوا په زيارت سيمه کي په سلګونو کسان راټول سوي وه او د ترهګرپال رياست خلاف ئې شعارونه ورکول.

په زيارت سيمه کي له څو ورځو راهيسي هدفي وژنو زور اخيستی دی او د پاکستان خفيه ادارې هڅه کوي چي په دې سره د پښتنو مبارز مشران له منځه يوسي.

دوې ورځي وړاندي  په زيارت سيمه کي يو فعال پښتون ځوان د خفيه ادارو لخوا په شهادت ورسېدی او له دې وړاندي هم ګڼ شمير فعالان او د پښتنو مبارزين د ترهګر پوځ او خفيه ادارو لخوا په شهادت رسېدلي دي.

تېره ورځ د ګڼو پارټيو غړي  داحتجاج په توګه په زيارت سيمه کي را ټول سوي وه او د ترهګر پوځ او رياست لخوا د پښتنو پر وړاندي د روان ظلم غندنه يې وکړه .

د احتجاج ګډونوالو پرېکړه وکړه، چي تر هغو به خپل احتجاج ته دوام ورکوي ترڅو چي وژل سويو کسانو ته انصاف ورکول کېږي.