کور / راپور / د داعش مشر په يو نوي پېغام کي د بريدونو ګواښ کړی دی

د داعش مشر په يو نوي پېغام کي د بريدونو ګواښ کړی دی

د داعش يا اسلامي دولت ترهګري ډلي مشر ابوبکر البغدادي په يوه نوي ويډيويي پېغام کي پر خپلو جنګياليو امر کړی چي جګړو او تبليغاتو ته زور ورکړي.

دغه پېغام چي تېره ورځ د داعش مطبوعاتي ويبپاڼي الفرقان خپور کړ، پکي د داعش مشر د نورو بريدونو ګواښ هم کړی او ويلي ئې دي چي په بېلابېلو هيوادونو کي د حملو پلان لري.

البغدادي په نوي پېغام کي پر خپلو جنګياليو دا ږغ هم کړی چي په زندانونو او کمپونو کي پراته ملګري دي نه هېروي.

د دغه پېغام د اصليت او محتوا په تړاو تر دا مهاله امريکايي چارواکو څه نه دي ويلي.

له دې وړاندي په اپريل مياشت کي هم د البغدادي يو ويډيويي پېغام خپور سو چي هغه پکي خپلو جنګياليو ته د صبر او استقامت وړاندوينه کړې وه او ويلي ئې وه چي د اسلامي دولت د له منځه تللو غچ به اخلي.

داعش په نړيواله کچه يو ترهګره ډله ده چي په ۲۰۱۴ کال کي ئې په سوريه او عراق کي سر راپورته کړ، خو څو مياشتي وړاندي د امريکا ولسمشر ټرمپ وويل، چي په عراق او سوريه کي داعش ډله په بشپړه توګه له منځه تللې ده.